کورپاڼه / پښتو شعرونه یاد که هیرافغان اتلان · پښتو25 جون 2015 الحاج وزیرمحمد روغ لیونی یاد که هیر څه بی غمه ښه وختونه ؤ د مینی سر پالنګ کی به خوبونه و دمینی څه خوږی ، خوږی وږمی عطرجنی څه تنکی ،تنکی ګلونه و د مینی ټوله شپه به یو تر بله جاریدلو څه خوندونه ارمانونه و د مینی د ځوانی دلیونتوب نوی دوره وه څه نازک ، نازک خیالونه و د مینی بیا به تیر وختونه راشی که رانه شی څه په سترګو کی جنګونه و د مینی درته یاد که درنه هیر روغ لیونیه څومره ښکلی دیدنونه و د مینی پيښورمرغومی ۱۳۷۸ ليکنه چليدنه مخکینی مطلب: جګړه د ډیپلوماسۍ پایراتلونکی مطلب: ولې یوازې دروژې په میاشت کې لوی جهاد ځواب دلته پرېږدئستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *څرگندون * نوم بریښنالیک ویب پاڼه