کورپاڼه / لنډي کيسې ستړی منزل ! لنډه کيسهافغان اتلان · پښتو28 جون 2015 ليکوال : اسدالله غيرتصابر يو څه شيبه د خپل پلار قبر ته په ځير ځير وکتل . يو سوړ اسويلی يې ويست او له سترګو يې اوښکې روانې شوېخپل شليدلی او زوړ څادر يې د قبر تر څنګ د سپيرو خاورو پر سر هوار کړ , کيناستخپل خيرن لاسونه يې الهي دربار ته پورته کړل له سترګو يې د رابهيدونکو اوښکو په بدرګه د پلار روح ته په دغا شو.پلاره !خدای ج دې جنتونه په نصيب کړه , خدای ج دې بښنه درته وکړي .زما خواږه پلاره !زه اوس په هغو تنکيو لاسونو چې تا به راته ويل : زويه ! پدغه لاسونو به قلم نيسې او ليکل به کوي , خواري او مزدوري کوم , د يوې ګوله ډوډۍ پيداکولو پسې سرګردانه يم. پلارجانه !بيا به يې په سينه کې د سلګيو سيند طوفاني شو او ښه شيبه يې د زړه نم له سترګو توی کړ.بيا يې دواړه سترګې د پلار د قبر پر شناختو باندې خښې کړې , د خپل پلار سره يې د ژوند خوشاله شيبې يو پر بل پسې له سترګو تيرې راتيرې کړېد پلار هغه خبرې يې وريادې شوې چې ورته ويل به يې : صابره بچو ! که د خدای ج خوښه وه چې لږ رالوی شوې نو په ښوونځي کې به دې شامل کړمزه به درته کاروبار کوم , او تا به يو لوی سړی جوړ کړم , تعليم يافته سړی ..بيا به نو ته زما د لاس امسا وې او هم به خپلو درديدلو ته خدمت کوي خلک به درته د قدر په سترګه ګوري .صابر د فکرونو په سمندر کې لا خپلې غوپې وهلې او له پلار سره د خيال په نيلۍ سپور وو.خو د کلي هلکانو چې د ښوونځي په لور روان وو او په خپلو کې يې سره په لوړ غږ خبرې کولې د صابر د خيال د ټال پړی ورپرې کړ.صابر سترګې وځمبلې , د هلکانو په لور يې وروکتل له اوښکو په ډکو سترګو او له غريو ډک ستوني په ملتيا يې له ځانه سره وويل : هی کاش زما پلار هم ژوندای وای ! زه به هم له دغو هلکانو سره ښوونځي ته يو ځای تلم او راتلمکه پلار جان مې ژوندای وای اوس به مې ولېپه دغو تنکيو لاسونو درانه کارونه کول ?ولې به په يوه ګوله ډوډۍ پسې سرګردانه او لالهنده ګرځيدم ?د سلګيو په څپو کې يې بيا تنکي لاسونه لپه کړل او الهي دربار ته يې وروغځولاو ويې ويل :خدايه ته زما په خال رحم وکړه , خدايه ته زما مرستندوی شه !!نپوهيږم چې زما راتلونکی به له څومره ستونزو او کړاونو څخه ډک وي ? خدايه ته راسره مل شېهو !په خيرن لستوڼې يې له سترګو راونې اوښکې وچې کړې له ځايه پاڅيده , شليدلی څادر يې پر اوږه واچوه په داسې خال کې چې څو څو واره يې د خپل پلار قبر ته په شاه وروکتل په ستړو ګامونو د کلي په لور د يوې ګوله ډوډۍ د پيداکولو په هيله روان شو.پای ليکنه چليدنه مخکینی مطلب: ولسمشر او ولسکشر ته…!راتلونکی مطلب: مکاردوښمن ځواب دلته پرېږدئستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *څرگندون * نوم بریښنالیک ویب پاڼه