د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه

9 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

 نسیم شاه عادل ژوند لیک
شاعراو ليکوال نسیم شاه عادل  شاوخوا 34 پسرلي وړاندې په ۱۳۶۴ هـ کال د سولې او آدب ټاټوبي ننګرهار ولایت، مومندرې ولسوالۍ، د هزارناو په سیمه، د ملک راضي شاه په کور کې زیږیدلی دی.
ښاغلي عادل لومړنۍ زده کړې د خپلې سیمې د هزارناو په ابتدایه ښوونځي کې پیل کړې، لومړنۍ او منځنې زده کړې یی په یاد ښوونځي کې تر نهم ټولکي سرته ورسولې.
د ثانوي زده کړو لپاره د ننګرهار عالي لیسې ته ولاړ او هلته یې تردولسم ټولګي پورې  زده کړې وکړې، په ۱۳۸۵هـ کال کې یې د همدی لیسې څخه په لوړه درجه د فارغت سند ترلاسه کړ.
 د وخت د ناخوالو له امله په یاد کال د پاکستان هیواد ته وکوچیده اوهلته یې  دوه کاله د مسافرۍ ترخې شپې ورځې تېرې کړې، چې په دې موده کې له زده کړو بی برخې پاتې شو، خو دا چې  زده کړو سره  یې بې کچې مینه درلوده، لاس تر زنې کښېنناست او ۱۳۸۷ کال کې یې د کانکور له لارې وکولای شو، چې د ننګرهار پوهنتون د ژبو اوادبیاتو پوهنځي ته لار پیدا کړي.
په ۱۳۹۱ کال کې د یاد پوهنځي له عربي څانګې څخه په کدري نمرو فارغ شو.


دنده:
 په همدې کال یې د ازادې سیالۍ له لارې د ملي راډیو ټلویزیون د هنري او ادبي خپرونو د پښتو برخې د لیکوال په حیث خپله لومړنۍ دنده پیل کړه، چې تردې دمه په یاده اداره کې د بیلابیلو ادبي او هنري خپرونو د لیکوالۍ تر څنګ د پروډیوسرۍ او نطاقۍ چارې هم په غاړه لري.ددی ترڅنګ یې په ودان افغانستان موسسه کې د دوه کالو لپاره د استاداتو د ترننګ دنده هم ترسره کوله او د انتخاباتو په کمیسیون کې یې په رسنیزو برخو کې په بیلابیلو برخو کې کار کړې دی.


ادبي او هنري ژوند:
نسیم شاه عادل له کوچنیوالي له شعر او شاعرې سره بی کچې مینه درلوده، همدې لیونۍ مینې وهڅوه تر څو په ښوونځي کې د ترانې ټیم جوړ او د یاد ټیم مشرې  ترسره کړي همداراز یې د ژوند په دوران کې په ادبي بهیرونو غونډو سمینارونو کې ګډون کړي نو همدا فرهنګي او هنري چارې ددی لامل شوې چې د شعر ښاپیرۍ ورسره مله شي او په شعرلیکلو پيل وکړي.
عادل تردې دمه د ټولنې د شعوري کچې د پراختیا او پرمختیا لپاره بیلابیل شعرونه لیکلي، چې په ګڼو ویب پاڼو مجلو او اونیزو کې خپاره شوي دي دا چې د نوموړي شعرونه د ټولنې لپاره په ګڼو برخو کې مثبت پیغامونه لري په همدې پار د ملي رادیو تلویزیون په بیلابیلو ادبي خپرونو شومدم انګازې، راډیویې مجلې، دغزل شپې،د سباوون پیغام  او ځینو نورو ادبي خپرونو کې ترې استفاده کیږي.
نوموړي په بیلابیلو فورمونو کې شاعرې کړې چې  په شعر کې مینه،عاطفه او وطن پالنې احساس زیات لیدل کیږي، ددی ترڅنګ يې ګڼو مناسبتونو ته شعرونه، او نظمونه لیکلي او خپاره شوي چې د مینه والو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.
غزلبول شاعر نسیم شاه عادل د ملغلرو بڼ په نوم ناچاپه ټولګه لري، چې د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولای چې د چاپ په کاڼه یې سمبال کړي او د مینه والو تنده پرې ماته کړي ښاغلي عادل ته په دغه فرهنګي سفر کې لا سرلوړي غواړم قلم يې تاند او له شعر او شاعرۍ سره یې مینه په څپو اوسه.

د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه

غزل

داچې ژوند کې مو راغلې ازادي ده له سل کالو مو لرلې خپلواکي ده یو ملت چې څومره یو او متحد وي هم هغومره یې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه

اختر

اختره چى راځې نو خوشالي درسره راوړه شيندليو ولسو ته ورورولي درسره راوړه اختره چى راځې ځان سره راوړه اتحاد يو ځاى مو ټول ملت…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه

غزل

 نړۍ هوسا ده خو زه ژوند لکه فقیر کومه افسوس په خپله زندګۍ او خپل تقدیر کومه   د زمانې نادودو دومره زورولې یم چې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه

بی درمانه دردمن

زه درد مند او بې درمانه مړه مرمه زړه مې چوي له ډير خفګانه مړه مرمه چې په ما جبر کوې پروا مې نه شته…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه

ټوکې نه دي

نوم د مینې یادول  څه ټوکې نه دي د دوه زړونو یو کول څه ټوکې نه دي که ته هر څومره توبې توبې اوباسې زړه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه

غزل

 د ژونــدانه هره لمحه راته پیــــــــغور شو ربه ستا بندګي راته سکروټه شوه ســـور اورشو ربه ســــتا عبادت ته به اوس هم زه امنـــیت غواړمه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه

غزل

 په خپل کورکې له پردو سره مې ژوند دی له غمونو او دردو سره مې ژوند دی   په خپل کور یمه له واکه غورځيدلې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه

غزل

 د هسکى مېنې شهيدانو ته! د ژونــدانه هره لمحه راته پیــــــــغور شو ربه ستا بندګي راته سکروټه شوه ســـور اورشو ربه ســــتا عبادت ته به…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه

غزل

داچي سترګو ته مې ګورې تکې سرې دي  تا پسې مې ډيرې کړې شوګیرې دي ستا دی یو نظر کتو د بڼو لاندې  خښې کړې…

بشپړ شعر ولولئ ←