د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه

غزل


داچې ژوند کې مو راغلې ازادي ده
له سل کالو مو لرلې خپلواکي ده


یو ملت چې څومره یو او متحد وي
هم هغومره یې خپلواکه زندګي ده


په کلتور او ثقافت ملت ژوندی وي
کلتور لویه شتمني لویه هستي ده


په میړانه او عظمت چې زندګي کړي
نو موندلې یې په ژوند اتلولي ده


برکت د شاه امان غازي اتل دی
په نړۍ کې مو د سر چې بلندي ده


د غښتلې ارادې څښتن که نشته
شاه امان دی نوم یې پاتې ابدي ده


له غرور او له احساسه چې پيدا وي
تل یې کړې په نړۍ کې بادشاهي ده


په نمانځنه یې چې مونږه مفتخر یو
دا مو کړنه د آتل امان غازي ده


چې ژوندی د وطن مینه باندې پایي
لا تراوسه یې ازاده زندګي  ده


د وطن په ازادۍ او خپلوکۍ کې
سر لوړي ده، سرلوړي ده، سرلوړي ده


چې هم ننګ او هم غیرت لري عادله
دا افغان دی دده خوي د  ابدالي ده
۱۳۹۸۵۲۰

 

د شاعر نور شعرونه ←