افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
اختر
اختره چى راځې نو خوشالي درسره راوړه
شيندليو ولسو ته ورورولي درسره راوړه
اختره چى راځې ځان سره راوړه اتحاد
يو ځاى مو ټول ملت کړه بی له تا يو په فرياد
اختره په راتګ مو ګران ولس کړه راته ښاد
کوتره کړه راپورته زندګي درسره راوړه
اختره چى راځې نو خوشالي درسره راوړه
***
اختره په راتګ به دى موږ هغه وخت خوښيږو
فضا چى ددوستۍ وي موږ د يوبل نه ځاريږو
نفاق نفرت چې ورک کړى نو په تا به مېنيږو
کيني زړونو کې ورکې کړه دوستي درسره راوړه
اختره چى راځې نو خوشالي درسره راوړه
***
اختره د ټوپک پر ځای په لاس مو چې قلم شي
د بم نه چې لاس واخلو کتاب زموږ زړه مرهم شي
مسکن په ترقې کې ټول کارونه مو چې سم شي
عادل ته يو ډالۍ دا نيکمرغي درسره راوړه
اختره چى راځې نو خوشالي درسره راوړه