افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ټوکې نه دي
نوم د مینې یادول څه ټوکې نه دي
د دوه زړونو یو کول څه ټوکې نه دي
که ته هر څومره توبې توبې اوباسې
زړه له یاره صبرول څه ټوکې نه دي
دا متل دی چې په جنګ کې مړي کیږي
نو د سترګو جنګول څه ټوکې نه دي
د دوستانو موندل هرځای کې اسان دي
دوست سره دوستي پالل څه ټوکې نه دي
په یارۍ کې چې په زړه باندې ټک درکړي
د هغې ګذار زغمل څه ټوکې نه دي
چل دوکې مکر فریب نه چې خالې ده
د عادل یاري کول څه ټوکې نه دي