د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

45 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

نوم مې باز محمد او تخلص مې عابد دى په ١٣٤٦ لمريز کال د ننګرهار ولايت د ثمرخېلو په کلي کې د شهزاده په کور کې وزيږېدم. تر يولسم ټولګې پورې مې د ثمرخېلو په ليسه کې زده کړې وکړې خونقلابي شرايطو او د وخت ناخوالو زده کړو ته پرېنښودم او په ١٣٦٣ لمريز کال له خپلې کورنۍ سره پېښور ته کډه شوم، چې تر اوسه مې کورنۍ هملته اوسيږي. په پېښور کې هم غريبۍ دومره وخت رانه کړچې لوړې زده کړې وکړم. خپله تنده مې د جهادي ادب په ورځپاڼو او مجلو خړوبوله او بلا خره د استاد شاعر محمد صديق پسرلي سپيدې مجله په دې وتوانيده چې په ما کې د شاعرۍ او ليکوالۍ تومنه پېدا کړي. په ١٩٩٢ ع کال مې په شعر ويلو پيل وکړ او په ١٩٩٨ ع کال کې مې په داستان ليکلو پيل وکړ. په ١٩٩٤ ع کال کې د کاروان، نورالحبيب نثار او مصطفى سالک په ګډون په دې وتوانيدو چې افغان ادبي بهير جوړ کړو. يوه کال مې د افغان ادبي بهير ګذارشونه وليکل او درې کاله مې مسلسل بهير د سټيج چارې سرته رسولي دي. او تر هغې چې په پېښور کې وم د بهير د انسجام او مالي چارې مې پرمخ وړلې.
د ٢٠٠٠ع کال د عرفان کلتوري مرکز څخه د خپريدونکى پښتو او فارسي درې مياشتنی سپيدې معاون په حيث مې دوه کاله کار کړى دى او د ٢٠٠٢ کال د مارچ په مياشت کې د بي بي سي راديو سره د نشراتو په برخه کې مې په کار پيل کړى چې لا تر اوسه دوام لري. تر اوسه مې دوه د شعرونو مجموعې چاپ شوي دي چې لومړۍ يې دنکريزو پاڼه نومېږي چې ناهيد کتاب خپرولو موسسې چاپ کړى دۍ. او بله ټولګه د لو دى د لونګو نومېږي چې د هيلې دوه مياشتنۍ مجلې ادارې چاپ کړې ده. يو ټولګه دلنډو کيسو مې د نامريي ځواک په نوم چاپ ته تياره ده او هم مې د افغان ادبي بهير دګذارشونو غورچاڼ ته ګوتې تخنيږي.

ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل

د خولګۍ له انتظاره به راووځم لېونی نه شم له ښاره به راووځم د ښايست په وسعتونو کې به ګډ شم د نغمې غوندې له…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل

ښــکلو تــــــه گــــورم نــنـــداره کـــومــــه خو زړه ته تېر شي خــــساره کــــومـــــــه مــا يــې سبــا د لــــــيدو نيـت کــړی دی بــــېـگاه تـــه زه استـــخـــاره کـــــومــــــه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل

تــا پـــســـې هــــر دم گـرځي زړه مې چــم په چــم گرځــي چيرته چې مې زړه غواړي هـــلته مـــې قـــدم گـــرځـي ستـــا ميـــنه زمــا ژوندون تن…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل

چې ستا کوڅې ته راغلم جوړ ميکدې ته راغلم په کې توبه ماتيږي داسې شېبې ته راغلم چې مې په کاڼو ولي دادی هغې ته…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل

څومره ژور مې زړه ته کېوتلې څنګه زړه ور مې زړه ته کېوتلې ما وې چې ښه ډېردرته وګورمه په يو نظر مې زړه ته…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل

لاس او پښې وهمه ستړی ستړی يم مينه کې دې هسې اوبو وړی يم مه مې غورځوه د غورځيدو نه يم و مې کره شين…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل

يو څوک ګورمه چېرته به وي دنګه ستا په څېر پيدا به نه شي خدايږو غنمرنګه ستا په څير د چا ښکلې په لټه پسې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 منګی

قدر يې زيات شو چې ستي شو په شرر منګی ځکه يې پيغلې جينکۍاوس وړي په سر منګی له پښو نه سره پورې واخلي خوشبويي…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

وروستۍ ټپه

زما د زړه دره کې ستا د يادونو څلی د يو شهيد آرمان په څير ولاړ دی او ستا د خولې وروستۍ ټپه په آزانگو…

بشپړ شعر ولولئ ←