د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل



ښــکلو تــــــه گــــورم نــنـــداره کـــومــــه
خو زړه ته تېر شي خــــساره کــــومـــــــه

مــا يــې سبــا د لــــــيدو نيـت کــړی دی
بــــېـگاه تـــه زه استـــخـــاره کـــــومــــــه

چــــې راته کوم ښکلی په مـــخه راشي
زه د شــــوخــــۍ مـــــظاهــــره کــــومـــــه

کله به ستا د وصال وس خدای راکړي
اوس غـــــــريــــبـــي ده گــــذاره کـــــومه

رانــــه چـــــارگـــــل رانـه پيزوان غواړي
ځــــمه! ســــودا لــــه بنــــجـــاره کــــومــه
د شاعر نور شعرونه ←