افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
يو څوک ګورمه چېرته به وي دنګه ستا په څېر
پيدا به نه شي خدايږو غنمرنګه ستا په څير
د چا ښکلې په لټه پسې وتی يم له کوره
کوڅه په کوڅه ګرځمه ملنګه ستا په څېر
د وخت غرمو که وسوزوم مينه کې يې پوخ کړم
پر سپينه سينه زانګمه لونګه ستا په څير
يو ته يې چې د ژوند قرار دې ټول راځنې يوړو؟
که بله به پيدا شې شوخه شنګه ستا په څير
د باز په شان شوخي مې په وزرونو کې پيدا شي
کوتره چې مې تېره شي تر څنګه ستا په څېر