د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل



د خولګۍ له انتظاره به راووځم
لېونی نه شم له ښاره به راووځم

د ښايست په وسعتونو کې به ګډ شم
د نغمې غوندې له تاره به راووځم

ستا ښکلا به د لېمو لپو کې وڅښم
د عمرونو له خماره به راووځم

زه به خپل زړه په اورتون د مينې پوخ کړم
لکه زر له سره انګاره به راووځم

د چا مينه به مې زړه کې لارې وکړي
لکه څړيکه له پرهاره به راووځم

په هوا کې که مې باز په نظر راغی
د کوترو له کتاره به راووځم
د شاعر نور شعرونه ←