د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل



څومره ژور مې زړه ته کېوتلې
څنګه زړه ور مې زړه ته کېوتلې

ما وې چې ښه ډېردرته وګورمه
په يو نظر مې زړه ته کېوتلې

يو هنګامه مې زړه کې جوړه شوله
په شور و شر مې زړه ته کېوتلې

مينې شتمن دې کړم خيرونه د ې وي
لکه سره زر مې زړه ته کېوتلې

واه د ښکلا ملکې څه دې وکړل
څه په هنر مې زړه ته کېوتلې

سکڼی ماښام دې راته ښه رنګين کړ
زيړ مازيګر مې زړه ته کېوتلې

د ښکلا بُت دې په کې وتراشلو
لکه آذر مې زړه ته کېوتلې
 
د شاعر نور شعرونه ←