د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 غزل



تــا پـــســـې هــــر دم گـرځي
زړه مې چــم په چــم گرځــي

چيرته چې مې زړه غواړي
هـــلته مـــې قـــدم گـــرځـي

ستـــا ميـــنه زمــا ژوندون
تن او سيوری سم گرځــي

چـــيرتـــه خـــو بــه وگــورو
مــا پــسې صنــم گــرځــــي

ستـــرگې بــتخــانې زمــــا
زړه کــې مـې حرم گرځــــي

مــينه کــــې عــابـــد مـــدام
جگ سر وړي، علم گرځي
د شاعر نور شعرونه ←