د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

 منګی



قدر يې زيات شو چې ستي شو په شرر منګی
ځکه يې پيغلې جينکۍاوس وړي په سر منګی

له پښو نه سره پورې واخلي خوشبويي د جونو
کلاله څنګه دې جوړ کړی په هنر منګی

غوږ يې د زړه درزا ته ايښی وي په ترخ کې د يار
له پټو زړونو باخبر وي بې خبر منګی

مور ته به څه بهانه کوې ته لا وړه يې ګلې
چې د اشنا سره دې مات کړ په ګودر منګی

عابده کاش چې ته کلال وای جوړول دې منګي
له خپلې خټې نه دې جوړ وای د دلبر منګی

د شاعر نور شعرونه ←