افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
لاس او پښې وهمه ستړی ستړی يم
مينه کې دې هسې اوبو وړی يم
مه مې غورځوه د غورځيدو نه يم
و مې کره شين به شمه زړی يم
مه ويريږه خوله مې نه شته نه دې خورم
زار نه لرم، مار نه يمه، پړی يم
ما باندی احسان چې وخته ونه کړې
زه مې د ژوندون په اوږو مړی يم
سيوری مې په سر د پسرلي ګرځي
شکر د وږمو د بهير غړي يم