د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه

د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

40 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

په 1990مېلادي کال چي دهیواد ښاري سیمي لاآرامي سوي نه وې ،دکندهاراوکلات ترمنځ دښارصفاولسوالۍ دجلدک په سیمه اودمحمدنعیم په کورکي یوکوشنی وزېږېدﺉ چي کورنۍ یې دمحمدهارون نوم پرکښېښووﺉ.
درې کاله وروسته چي دکلات حالات لږڅه سم سول دهارون کورنۍ بیرته دښارصفاسره خدای پاماني وکړه ،
هارون د کوردننه بغدادۍ سېپاره اودیني سبقونه شروع کړل ،خطاطي اورسامي ته یې مخه کړه ،اولنۍ اوممکني معلوماتي اوادبي مطالعې یې شروع کړې  ،په 2001 مېلادي کال یې دکلات په زړه کي شېخ متي بابا ښوونځی پیل کړ ، دانگلیسي ژبي دیوه کورس زدکوونکی سواوددغه وخته یې دشعرونولیکل پیل کړل ،
درې کاله وروسته یې دخپلوزدکړو ترڅنگ دیوې ادبي ټولني ویاندي اودانگلیسي ژبي د ټیټوصنفونو ښوونه پرغاړه واخیسته اوددې ترڅنگ یې د(زابل کلات) جریدې اکثره مقالې هم لیکلې.
په 2005 مېلادي کال کابل ته ولاړﺉ ،درحمان بابا په لېسه کي یې زدکړي پیل کړې اواوله شعري مجموعه (درڼواو اوښکوکاروان یې له همدې ځايه خپره کړه(دتسل په نامه یوه بله چاپ سوې مجموعه هم لري).دښوونځي اوساینسي علومودکورسونوسره په څنگ کي یې دهیواد ورځپاڼي  ،گڼومجلواورادیوگانوسره هم اړیکي ساتلې ، دافغان ادبي بهیر ویاندي یې کوله ،په نوا رادیوکي یې وظیفه واخیسته ،دلېسې اوشنې پاڼي په نومونومجلې یې چاپولې ،بیادبي بي سي رادیودتفریحي اوادبي خپرونوویاند اوجوړوونکی سو ،دبي بي سي سره په څنگ کي یې دلمرتلوېزون ادبي اوهنري پروگرامونه هم پرمخ وړل اودې ته ورته نورکارونه...
دامهال افغان امریکایي پوهنتون لولي اوتر څنگ یې دبي بي سي رادیو ،سپوږمۍ رادیو اوملي تلوېزون سره دادبي اوعلمي خپرونوپه جوړلوکي  همکارِي کوي.
دپراخواړیکوساتل ،شعراونثرلیکل یې خویونه دي.
 شعرونه اوادبي طرحي پرکورني محبوبیت سربېره انگلیسي،فرانسوي،اردو اونوروژبوته هم ترجمه سویدي.

د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

پاني پت

هیله مي قربان ستاتر کسات کړلهاخ تنده مي څرنګه میرات کړلهزه به تاته څنګه سترګي وشیندمماچي دي لبریز جامونه مات کړلههای زه تر مچۍ په…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

غزل

هوا یخه، تاریکه ده ، تنهایي دهله تا لیري یم؛  ترخه مسافري دهد ېوالنه غرونه غرونه مو ترمنځهزماوستا د زړنوغوټه تاواني دهد ځوانیو پر ګلونو…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

پردېس

له هغې شېبې چي ستا څخه جلا یمد غمونو، د دردونو ساندي وایمد پردي وطن ګلونه هم پردي ديزه د خپل وطن ګلونو ته بورا…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

ځواني

ځوانۍ راغلې یې خو زه مي پر زړهستا هرکلي ته هیڅ هم نه لرمهنه خندېدلای، مستېدلای سمهنه پاڅېدلای ، رقصېدلای سمهنه مي شراب، نه مي…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

کابل ته!

ستا د ویصال و زندګۍ ته هیڅ هوس نه لرمبې له تا هم د ژوند کولو ذره وس نه لرمبیا بیا خوپاته یو؛ د بیا…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

یواځیتوب

لکه دا ټول وطن چي تللی وي، یو زه پاته یمداسي یواځي اشنا! ستا په بېلتانه پاته یمته خو پوهېږې د شاعرد حساسوالي په رنځد…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

غزل

غزلزه به ژرزوړ سم خوته نه زړېږېزه پرتا ژاړمه ، ته ، نه ژړېږېراځې خو نه! زه چي درځمه تښتېتښتې! په غېږه کي مي نه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

څلوریزه

ژوندپه بادچي پایي آسماني ژوند مي هم نه خوښیږيدپاچاهانو زنداني ژوند مي هم نه خوښیږيما د کلبینوفلسفه په ډېرنفرت کتلېخوبیخي ستړی انساني ژوندمي هم نه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

غزل

ستاکه غرونه اند ېښنې زړه کي ځاییږيما در نیسه ! چي له تنه مي ساه خیږيتوره شپه ده مزل ستړی منزل ورک دیکله ؟ څنگه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

یزید !

نن دهجري تاریخد یو زر ، څلور سوه ، دوه دېرشم کالد محرم لسمهدعاشورا دپخوانۍ غمیزيویر کیږي ..!خو!زموږ د ملک په معاصر دور کيخورا معصومبیخي…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

نژدې

د سترگي خال یې نژدې تر کسيدونه نژدې چي لیدای دي نسيستا و لیدونه پکار هینداره !د ډېر نژدې حال د لیري رسي.

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

څلوریزه

بیریږي هسي نه! رسواسي ژبي کله پریږديدا ناځوانان پښتنو ستاسي ژبي کله پریږديموږ به دچا دوعا ساتلي یوچي ساه چلووکنې په دې محیط کي داسي…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

ویرنه

ما دمرگونوپه وطن کي زندگي اخیستېښادۍ اوله ورځ له ماخدای پاماني اخیستېدلته له تاندوجسدونوپاک روحونه خیژيد عزرایل پوځونو دلته نوکري اخیستېسره پیاله پورته سوه ترشونډودقومیت…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

شمع اوبرخلیک!:

تهدغربت ،یاساوتیارېخونه کيیواځي پروت وې ،اندېښنو وړی وې ،توره اوږده شپه دي په مخه کي وه ،غمو دي لارڅارلهاوتادکلک اوزبردست ملگري هیله کولچي لاس دي…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

شمي ته!

شمي ته!شمي برخلیک دي نورتریخ سوﺉ دﺉنوردرته دجرم تور تریخ سوﺉ دﺉستا دحوصلې اوښکي به وچي کړيوخت به نور نوتاسي هم پایلوچي کړيبیابه موله سترگواوښکي…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

ته!

ته!زړه خومي غواړيخو!ته هیڅ نه راځې...په دې خاصیت کيترتامرگ لاښه دی،ډ ېروتهډېرکلهپخپله ورځي..

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

زړه

د اسیادزړه (گران هیواد) دتجزیې دترخوگنگوسوڅخه په الهام !زړهتښتې! گومان کوې چي زماڅخه دي کښلی دﺉ زړهزه ! لاهوښیاریم ، لامي ځان سره ، ساتلی…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

لمرڅرک!

لمرڅرک!بیټ، ښالم او نازو ستاسي برکت دیچي د خپلي جغرافیې په نوم یادېږمزماچي سترگي دگرگین په وینوسرې ديپه سرکښه کندهار خیال کي اوسېږممیرویس خانه تاچي…

بشپړ شعر ولولئ ←