د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

ویرنه

ما دمرگونوپه وطن کي زندگي اخیستې
ښادۍ اوله ورځ له ماخدای پاماني اخیستې



دلته له تاندوجسدونوپاک روحونه خیژي
د عزرایل پوځونو دلته نوکري اخیستې



سره پیاله پورته سوه ترشونډودقومیت د رهبر
دا زماوینه دې ظالم په بې رحمي اخیستې



وختونه کیږي هره ټکه پرسرو رالویږي
وختونه کیږي چي تقدیر مو قرباني اخیستې



هینداري اوس هغه نازک حکیمي نه راښيي
ډېروناخوالو د هغه څخه ځواني اخیستې

د شاعر نور شعرونه ←