د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

7 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

په 1990مېلادي کال چي دهیواد ښاري سیمي لاآرامي سوي نه وې ،دکندهاراوکلات ترمنځ دښارصفاولسوالۍ دجلدک په سیمه اودمحمدنعیم په کورکي یوکوشنی وزېږېدﺉ چي کورنۍ یې دمحمدهارون نوم پرکښېښووﺉ.
درې کاله وروسته چي دکلات حالات لږڅه سم سول دهارون کورنۍ بیرته دښارصفاسره خدای پاماني وکړه ،
هارون د کوردننه بغدادۍ سېپاره اودیني سبقونه شروع کړل ،خطاطي اورسامي ته یې مخه کړه ،اولنۍ اوممکني معلوماتي اوادبي مطالعې یې شروع کړې  ،په 2001 مېلادي کال یې دکلات په زړه کي شېخ متي بابا ښوونځی پیل کړ ، دانگلیسي ژبي دیوه کورس زدکوونکی سواوددغه وخته یې دشعرونولیکل پیل کړل ،
درې کاله وروسته یې دخپلوزدکړو ترڅنگ دیوې ادبي ټولني ویاندي اودانگلیسي ژبي د ټیټوصنفونو ښوونه پرغاړه واخیسته اوددې ترڅنگ یې د(زابل کلات) جریدې اکثره مقالې هم لیکلې.
په 2005 مېلادي کال کابل ته ولاړﺉ ،درحمان بابا په لېسه کي یې زدکړي پیل کړې اواوله شعري مجموعه (درڼواو اوښکوکاروان یې له همدې ځايه خپره کړه(دتسل په نامه یوه بله چاپ سوې مجموعه هم لري).دښوونځي اوساینسي علومودکورسونوسره په څنگ کي یې دهیواد ورځپاڼي  ،گڼومجلواورادیوگانوسره هم اړیکي ساتلې ، دافغان ادبي بهیر ویاندي یې کوله ،په نوا رادیوکي یې وظیفه واخیسته ،دلېسې اوشنې پاڼي په نومونومجلې یې چاپولې ،بیادبي بي سي رادیودتفریحي اوادبي خپرونوویاند اوجوړوونکی سو ،دبي بي سي سره په څنگ کي یې دلمرتلوېزون ادبي اوهنري پروگرامونه هم پرمخ وړل اودې ته ورته نورکارونه...
دامهال افغان امریکایي پوهنتون لولي اوتر څنگ یې دبي بي سي رادیو ،سپوږمۍ رادیو اوملي تلوېزون سره دادبي اوعلمي خپرونوپه جوړلوکي  همکارِي کوي.
دپراخواړیکوساتل ،شعراونثرلیکل یې خویونه دي.
 شعرونه اوادبي طرحي پرکورني محبوبیت سربېره انگلیسي،فرانسوي،اردو اونوروژبوته هم ترجمه سویدي.

د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

غزل

تاچي مړې کړلې ډېوې! نوزه هم  ځمه ترخې سوي ایسي شپې !نوزه هم  ځمه حوصله مي د فلک امتحان یووړه ته مي ساه ساه ازمويې!…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

غزل

ددې لاسونوقدرهغه وخت سي موږته معلوم چي درد یې ونیسي دریه غلې سي شوریې مړسي داسمان جنگ کي دي دآس سپرلي بې گټي بولم ټکي…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

بېره

... سمه ده، درباندي گران به یم خودونه ډېرمي مه درنژدې کوه..! مه.. مه.... ، دونه ډېره مینه مه راسره کوه، په زړه پوري مي…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

غزل

ډالۍ چې نه منې راوړی ګلاب بېرته وړمه زړګی مې درکړ تا کباب کړ کبا بېرته وړمه زما د زړه هيلې تر تاداستا په نوم…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

ارمان

ستا د اوښکوترتویېدلو درې ورځي وروسته ډېر ارمان کوم..! ستاپرمکارو اوښکو نه! هیڅ نه ،! دخپل عاطفي زړه دپرېمانه ویرپراور ارمان کوم، هغه ستا اوښکوچي…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

څلوریزه

له مرگه تښتم دپناغیږي ته ځان رسوم له تنهايي نه دیوچا غیږي ته ځان رسوم زه به دروالوزم اسمانه خوته لاس راکوه! پرمځکه ښه نه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

پردېسوشېبوته داخترپه راتلو!

ماغوندي له کوره لیروته ډالۍ: ستاپه فیصله دزهروډک جام پر سر اړوم بیا!ستاڅخه لیري په غموکي  اختر اړوم مځکه دزړگي مي زلزلې جفاڅیرلې ده څنگه…

بشپړ شعر ولولئ ←