د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1097 شاعران8588 شعرونه
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

غزل

غزل



زه به ژرزوړ سم خوته نه زړېږې
زه پرتا ژاړمه ، ته ، نه ژړېږې



راځې خو نه! زه چي درځمه تښتې
تښتې! په غېږه کي مي نه رالوېږې
----------------------------------
زه دډېرعجزه خپلوپښوته گورم
ته دغرور پرغرو لا نه ځایېږې



زماشعرونه ستا ستایني نغاړي
چي ته لږ رامه سې، لږ وږغېږې
----------------------------------
خوکاڼی زړه به دي سي اوښکي اوښکي
دقبرپښو ته.. به مي و رپېږې



دهارون جسم به په خاورو پټ وي
بیابه دخړو خاورو نه صبرېږې.



دلوی اختردوهمه / نومبر17/2010

د شاعر نور شعرونه ←