افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1305 شاعران8588 شعرونه
کابل ته!
ستا د ویصال و زندګۍ ته هیڅ هوس نه لرم
بې له تا هم د ژوند کولو ذره وس نه لرم
بیا بیا خوپاته یو؛ د بیا پاته کېدو بېره ده!
کاروان بیده دی؛ زه هم چغه د جرس نه لرم
خوږه جانه زه به تاته چیري ځای درکړمه؟!
زه چي خپل زړه ته؛ د کوګل سالم قفس نه لرم
د کابل یخ باد ته به غېږ ورکوم وایم به چي:
اې ښکلوه مي؛ مچوه مي؛ ږغ د بس نه لرم
ذره ذره دي د هارون پر روح قبضه کړېده
ګرانه ملګرې ! بې له تانه؛ یو نفس نه لرم.
۲۰۱۱-۰۵-۲۷
۱۳۹۰-۰۳-۰۶
نوی ډلهی، هندوستان