د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1524 شاعران8588 شعرونه
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

یزید !

نن دهجري تاریخ
د یو زر ، څلور سوه ، دوه دېرشم کال
د محرم لسمه
دعاشورا دپخوانۍ غمیزي
ویر کیږي ..!
خو!
زموږ د ملک په معاصر دور کي
خورا معصوم
بیخي عاجزه
تر امامانو ډېربې نومه
خواران
په لکو . . نه !
په میلیونو قتل سول...
موږ به کوم ویر لمانځو..؟
زوړ که تازه !؟...



تازه که لمانځو
نوبه دا قاتلان
چي لاژوندي دي
لاسرې سترگي
او غوښن گرځي ...
په کوم نامه یادوو..؟!



دوی یزیدان وبولو
او که زوړ ویر ولمانځو
یزید توهین کړو
نوم پرکښېږدو
د افغان جنگسالار...؟

د شاعر نور شعرونه ←