یونیسف او یونیسکو: ۵۳ سلنه افغان ماشومان له رسمي لومړنیو زدهکړو بهر دي

یونیسف او یونیسکو وايي، په افغانستان کې د لومړني ښوونځي د عمر ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي زدهکړو څخه بې برخې پاتې دي. دغه څرګندونې د دغو دوو نړیوالو ادارو په ګډ راپور کې شوې دي چې د ۲۰۲۶ کال لپاره یې د افغانستان د زدهکړو وضعیت ارزولی دی.
راپور ښيي چې د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې له ۲.۶ میلیون څخه ډېرې افغانې نجونې له ثانوي زدهکړو محرومې شوې دي. د راپور له مخې، د ټولنې پر بنسټ ښوونیز پروګرامونه، د سواد زدهکړې کورسونه او انلاین زدهکړې د نجونو لپاره ځینې محدود بدیلونه دي، خو دا پروګرامونه د رسمي ښوونیز نظام ځای نه شي نیولی.
د ملګرو ملتونو د دغو ادارو په وینا، د ښوونځي د عمر ماشومانو شمېر هم په وروستیو کلونو کې زیات شوی دی. په ۲۰۱۹ کال کې د دې عمر ماشومانو شمېر ۱۰.۴ میلیونه اټکل شوی و، خو په ۲۰۲۴ کال کې ۱۱.۵ میلیونو ته لوړ شوی. راپور وايي، د ماشومانو د شمېر زیاتوالي پر ښوونځیو، ښوونکو او نورو ښوونیزو خدمتونو فشار ډېر کړی دی.
که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۶.۶ میلیونه ماشومان په دولتي لومړنیو ښوونځیو کې شامل وو، خو راپور ټینګار کوي چې دا شمېر د نفوس د ودې له چټکتیا سره همغږی نه دی. له همدې امله، د ښوونیزو خدمتونو د پراخولو اړتیا لا هم پر خپل ځای پاتې ده.
راپور یوازې د ماشومانو د شاملېدو موضوع نه، بلکې د زدهکړو کیفیت هم د اندېښنې وړ بولي. د موندنو له مخې، د څلورم ټولګي له نیمايي کم زدهکوونکي د ژبې بنسټیز معیارونه پوره کوي، په داسې حال کې چې یوازې شاوخوا یو پر څلورمه برخه زدهکوونکي د ریاضیاتو لږ تر لږه ټاکل شوي معیارونه پوره کوي.
یونیسکو او یونیسف خبرداری ورکړی چې د نجونو د زدهکړو د حق بېرته تأمین او په ښوونیز سکتور کې د لا ډېرو پانګونو پرته، د افغانستان یو بشپړ نسل ښايي له زدهکړو پاتې شي. د دغو ادارو په باور، د زدهکړو اوسنی وضعیت کولی شي د هېواد راتلونکی پرمختګ له جدي خطر سره مخ کړي.