د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

کابل کې د برېښنا پرچاوي؛ اوسېدونکي: ورځ کې یوازې څو ساعته برېښنا لرو

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ژمي له رانږدې کېدو سره په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا پرچاوي زیاتې شوې دي. دوی شکایت کوي چې په ځینو ورځو کې د برېښنا موده یوازې یوه یا دوه ساعته وي او پاتې وخت له برېښنا بې برخې وي.

د درېیمو مکرویانو اوسېدونکې نجلا وايي، په سیمه کې یې برېښنا د ساعتونو لپاره پرې کېږي. د هغې په خبره، هر کال د ژمي په رانږدې کېدو سره د برېښنا ستونزه ډېریږي، حال دا چې خلک په ژمي او اوړي دواړو فصلونو کې برېښنا ته زیاته اړتیا لري.

د تایمني پروژې یوه اوسېدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته ویلي چې په سیمه کې یې د ورځې ډېری وخت برېښنا نه وي. نوموړي وویل، د برېښنا د راتلو او پرې کېدو مهالویش ثابت نه دی؛ کله سهار راشي او تر ناوخته پاتې شي، خو بله ورځ ښايي یوازې د مازیګر یا ماښام پر مهال ولګېږي او څو ساعته وروسته بېرته پرې شي.

د افغانستان برېښنا شرکت چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې د برېښنا د کمښت له امله کابل ته په اوړي او ژمي کې په نوبتي ډول برېښنا ورکول کېږي. خو دغې ادارې د کابل د اوسېدونکو د تازه شکایتونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت تمه لري چې د کابل په ارغندې سیمه کې د ۵۰۰ کیلوولټه سب‌سټېشن له فعالېدو سره به د کابل او شاوخوا دولسو ولایتونو د برېښنا پرچاوي تر ډېره کمه شي. د دغه وزارت د مطبوعاتو رئیس نورالهادي عادل ویلي وو چې د سب‌سټېشن د جوړولو چارې ۹۷ سلنه بشپړې شوې، خو د پاتې کارونو د ختمېدو او د پروژې د پرانیستل کېدو کره نېټه یې نه ده ټاکلې.

د برېښنا د برخې کارپوه انجینر ګلاجان حیران وايي، ارغندې سب‌سټېشن به له ترکمنستانه راتلونکی ۵۰۰ کیلوولټه لین له ۲۲۰ کیلوولټه مسیرونو سره وتړي. د هغه په وینا، له دې لارې به کندهار، غزني، میدان وردګ، زابل، لوګر، پکتیا، کابل او تر جلال‌اباد پورې یو شمېر سیمې له برېښنا برخمنې شي. کارپوهان بیا اټکل کوي چې د سب‌سټېشن د پاتې چارو بشپړېدل ښايي څو میاشتې نور وخت واخلي.

د ترکمنستان د برېښنا د لېږد د مزي د پروژې د دویمې برخې په اړه مخکې ویل شوي وو چې چارې یې تر ۹۰،۸ سلنې بشپړې شوې دي. دا برخه له شبرغانه د بغلان تر الوان دښتې غځېږي، په داسې حال کې چې درېیمه برخه یې له الوان څخه تر ارغندې سب‌سټېشن پورې رسېږي. د اوبو او انرژۍ وزارت د دې پروژو په اړه تازه معلوماتو ته هم ځواب نه دی ورکړی.

د افغانستان د برېښنا ډېره برخه لا هم له ګاونډیو هېوادونو، په ګډون د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران، واردېږي. د راپورونو له مخې، د هېواد شاوخوا ۸۰ سلنه برېښنا له همدې سرچینو ترلاسه کېږي او تخنیکي ستونزې او طبیعي پېښې کله ناکله د وارداتي برېښنا د پرې کېدو لامل کېږي. د طالبانو حکومت د برېښنا د تولید، لېږد او وېش لپاره پنځه کلن پلان هم تصویب کړی چې پکې د کورنیو سرچینو پر بنسټ ګڼې نوې او نیمګړې پروژې شاملې دي.