د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

واشنګټن افغانستان د سفر د تر ټولو لوړې کچې خبرداري په نوملړ کې ساتلی

افغان اتلان · پښتو
واشنګټن افغانستان د سفر د تر ټولو لوړې کچې خبرداري په نوملړ کې ساتلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي. دغه وزارت افغانستان د هغو ۲۳ هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی چې امریکايي وګړو ته یې په اړه د سفر تر ټولو لوړه کچه خبرداری ورکړل شوی دی.

د سفر د خبرداری څلورمه کچه د «سفر مه کوئ» معنا لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې کچه خبرداری کې له خپلو اتباعو غواړي چې دغو هېوادونو ته، د هر ډول شرایطو له شتون سره سره، سفر ونه کړي.

په دې نوملړ کې د افغانستان ترڅنګ ایران، عراق، لبنان، روسیه، سوریه، اوکراین او یمن هم شامل دي. د وزارت د معلوماتو له مخې، ترهګریز ګواښونه، تښتونې، خپل‌سري نیونې، جرمونه، عمومي ناامني او محدود روغتیايي امکانات هغه عوامل دي چې د سفر د منع په نوملړ کې د هېوادونو د شاملېدو سبب کېږي.

د سفر خبرداری په څلورو کچو وېشل شوی دی، چې څلورمه کچه یې تر ټولو جدي درجه بلل کېږي. د افغانستان لپاره د دې کچې د خبرداري په دوام سره، د امریکا حکومت خپلو وګړو ته په دغه هېواد کې د احتمالي امنیتي او روغتیايي خطرونو په اړه د احتیاط سپارښتنه کړې ده.

د طالبانو حکومت د افغانستان د شاملېدو په غبرګون کې د امریکا دا پرېکړه ناموجه بللې ده. د طالبانو چارواکو ویلي چې بهرني وګړي په افغانستان کې له امنیتي ګواښ سره نه مخ کېږي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل خبرداري کې د امنیتي خطرونو ترڅنګ د نیونو او جرمونو موضوعات هم یاد کړي دي.

د امریکا حکومت د روان کال په مارچ کې طالبان د خپل‌سرو نیونو ملاتړی دولت بللی و او له هغوی یې غوښتي وو چې هغه امریکايي وګړي خوشې کړي چې د واشنګټن په وینا، په ناعادلانه توګه بندیان شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هغه مهال ویلي وو چې طالبان د ترهګرۍ له تاکتیکونو څخه د پیسو یا سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو په یرغمل نیولو کې کار اخلي.

د امریکا د حکومت په وینا، طالبانو په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې یو شمېر امریکايي وګړي په ناعادلانه توګه نیولي دي. د واشنګټن په خبره، د دغو کسانو ځینې وروسته خوشې شوي، خو محمود شاه حبیبي لا هم د طالبانو په بند کې دی. طالبان بیا وايي چې د محمود شاه حبیبي په نوم څوک د دوی په بند کې نشته.