د افغان ښځو مقاومت ته د ۲۰۲۶ چاتم هاوس جایزه ورکړل شوه

د لندن مېشت د نړیوالو چارو شاهي انستیتیوت، چې په چاتم هاوس هم مشهور دی، د ۲۰۲۶ کال خپله جایزه د افغانستان ښځو ته ورکړې ده. دغه جایزه د جنسیتي ځورونې او له ښځو سره د سیستماتیک چلند پر وړاندې د افغان ښځو د زړورتیا او مبارزې د ستاینې په موخه اعلان شوې ده.
چاتم هاوس ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته ښځې او نجونې لا هم په عامه ژوند کې له پراخو او مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ دي. د دې بنسټ په وینا، افغان ښځو په ټول هېواد کې د خپلو حقونو او ازادیو د محدودولو پر وړاندې خپل مقاومت ته دوام ورکړی دی.
د انستیتیوت په اعلامیه کې ویل شوي چې د ښځو دغه مقاومت د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د روان چلند او له عامه ژوند څخه د هغوی د ایستلو موضوع نړیوالو ته لا ډېره ورپېژندلې ده. چاتم هاوس د افغان ښځو مبارزه د خپلو حقونو او د راتلونکو نسلونو د حقونو د دفاع هڅه بللې ده.
د چاتم هاوس رئیسې او اجراییوي مشرې، برونوین مادوکس، ویلي چې افغان ښځو له زدهکړې، کار او عامه ژوند څخه د هغوی د ایستلو لپاره د ترسره کېدونکو سیستماتیکو هڅو پر وړاندې «فوقالعاده زړورتیا او ټینګښت» ښودلی دی. هغې زیاته کړې چې ښځې لا هم د خپل حذف کېدو پر وړاندې مقاومت کوي او د ښځو او نجونو لپاره د هیلو او فرصتونو د ژوندي ساتلو هڅه کوي.
د چاتم هاوس د اسیا ـ پسیفیک پروګرام همکارې څېړونکې، ډاکټر فرزانه شیخ، ویلي چې د ۲۰۲۶ کال جایزه د افغانستان ښځو ته په بشپړه توګه پر ځای ده. د هغې په وینا، دا جایزه د افغان ښځو د مقاومت او هغه هوډ نښه ده چې غواړي مبارزه یې د خلکو له یاده ونه وځي.
ټاکل شوې چې جایزه د روان کال په وروستیو کې په چاتم هاوس کې په ځانګړو مراسمو کې افغان ښځو ته وسپارل شي. له جایزې سره به یو لیکلی سند هم ورکړل شي چې د انستیتیوت د سرپرست پاچا له خوا لاسلیک شوی وي.
چاتم هاوس د جایزې ورکولو لړۍ په ۲۰۰۵ کال کې پیل کړې ده. د دې جایزې لپاره نوماندان د انستیتیوت کارکوونکي وړاندیز کوي او وروستۍ رایه د دغه بنسټ غړي ورکوي. چاتم هاوس په لندن کې د نړیوالې پالیسۍ یو انستیتیوت دی چې جیوپولیټیکي ننګونې او نړیوالې ستونزې څېړي او د خپلواکو تحلیلونو، مشورو او بحثونو له لارې د حل لارو په موندلو کې ونډه اخلي.