لاوروف: د افغانستان د ستونزو د حل لپاره سیمهییزه همکاري اړینه ده

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، د مسکو فارمټ د افغانستان په اړه د سیمهییزې هوکړې د رامنځته کولو او د دغه هېواد د ستونزو د څېړلو لپاره مهم سیمهییز جوړښت دی. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره د سیمې د هېوادونو ګډه همکاري اړینه ده.
لاوروف دغه څرګندونې د نومبر پر درېیمه د بېلاروس په پلازمېنه مینسک کې د یوراشیا د امنیت په څلورم نړیوال کنفرانس کې کړې دي. هغه وویل، د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه مشورتي غونډه یوه میاشت مخکې په مسکو کې جوړه شوې وه او د کابل یوه لوړپوړي پلاوي هم په کې ګډون کړی و.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ غونډې د سیمهییزې هوکړې لپاره یو مناسب چوکاټ وباله. د نوموړي په وینا، په دې جوړښت کې د سیمې د هېوادونو استازي د افغانستان د ثبات، امنیت او سیمهییزې همکارۍ اړوند موضوعات څېړي، او له سیمې بهر لوبغاړي نه شي کولای د سیمهییزو همکاریو د جوړښتونو ځای ونیسي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د مسکو فارمټ اتمه غونډه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر پنځمه د افغانستان، روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان او د منځنۍ آسیا د هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شوې وه. د افغانستان پلاوي د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ په دې ناسته کې ګډون کړی و.
په غونډه کې پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، له ترهګرۍ او نشهیي توکو سره پر مبارزې او د سیمهییزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې وې. خو د ترهګرۍ د موضوع په اړه د افغانستان او پاکستان د استازو ترمنځ اختلافونو د غونډې د وروستۍ ګډې اعلامیې د خپرېدو مخه ونیوله.
لاوروف په خپلو خبرو کې په یوراشیا کې د ګډ امنیتي جوړښت پر جوړېدو هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا ډول جوړښت باید د متقابل درناوي، امنیتي تضمینونو او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر بنسټ ولاړ وي. هغه په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د ناټو د پوځي اډو له شتون سره د روسیې مخالفت هم څرګند کړ. د نوموړي تازه څرګندونې ښيي چې افغانستان د یوراشیا د امنیتي سیاست او سیمهییزې همکارۍ په اړه د مسکو په اجنډا کې لا هم مهم ځای لري.