رحمت شاه زرمتي د ټېسټ کرېکټ د نړۍ اووم غوره توپوهونکی شو

د افغانستان د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه درجهبندۍ کې د ټېسټ سیالیو د توپوهونکو په کتار کې اووم مقام ته پورته شوی دی. نوموړي د زیمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ۱۷۳ منډې وکړې.
د ایسيسي د معلوماتو له مخې، د رحمت شاه دې لوبیزې هڅې د هغه درجهبندي ۷۳۵ رېټېنګ ته ورسوله او شپږ مقامونه یې ور لوړ کړل. هغه له دې وړاندې په ۱۳م ځای کې و، خو په نوې درجهبندۍ کې یې د هند لوبډلمشر شبمن ګیل، د سویلي افریقا اېډن مارکرم او د سریلانکا کېڼ لاسي توپوهونکي کامېندو مېنډېس څخه مخکې والی خپل کړی دی.
رحمت شاه د دې پرمختګ له لارې لومړنی افغان لوبغاړی هم شو چې د ټېسټ کرېکټ د درجهبندۍ په هره کټګورۍ کې د نړۍ لسو غوره لوبغاړو ته رسېږي. دا د نوموړي د مسلکي کرېکټ پنځمه ټېسټ سلیزه او په روان کال کې دویمه سلیزه بلل شوې ده.
د ټېسټ توپوهونکو په سر کې د انګلستان هېري بروک د ۸۶۱ رېټېنګ په لرلو لومړی مقام لري. د شارجې له هغې ټېسټ لوبې وروسته چې مساوي پای ته ورسېده، د زیمبابوې تجربهکار کریګ اروین هم د پام وړ پرمختګ کړی؛ هغه د دویمې پاڼۍ د ناسوځېدلې دوهسوهیزې له وهلو وروسته نهه مقامه پورته شوی او اوس ۴۸م ځای لري.
د بنګلهدېش او وېسټ انډیز ترمنځ د نړیوال ټېسټ اتلولۍ د سیالیو پای ته رسېدو هم د څو لوبغاړو په درجهبندۍ کې بدلون راوستی دی. کاویم هوج ۱۲ مقامه پرمختګ سره ۵۲م، توحید هریدوی ۶۰م او امیر جانګو د ۲۸ مقامونو له لوړوالي وروسته ۶۲م ځای ته رسېدلي دي.
رحمت شاه تر اوسه د افغانستان لپاره په ۱۴ ټېسټ لوبو کې نږدې ۱۳۷۲ منډې کړې دي. د هغه د منډو اوسط شاوخوا ۵۵ دی او په دې حساب کې پنځه سلیزې او اووه پنځوسیزې شاملې دي. افغانستان د روانې میاشتې په پیل کې د زیمبابوې او بنګلهدېش پر وړاندې د درې اړخیزې سیالۍ له ګټلو وروسته د نارینهوو د یو ورځنیو لوبډلو په درجهبندۍ کې شپږم مقام هم خپل کړ.