د ۳۰ زره افغان حاجیانو لپاره له سعودي شرکت سره د خدمتونو تړون وشو

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې د ۱۴۴۸ سپوږمیز کال د ۳۰ زره افغان حاجیانو لپاره یې د حج د خدمتونو د برابرولو په موخه له یوه سعودي شرکت سره تړون لاسلیک کړی دی.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، تړون له «مناسک المشاعر» شرکت سره د سعودي عربستان په جده ښار کې د حج د نړیوال کنفرانس او نندارتون په څنډه کې لاسلیک شو. د تړون د لاسلیک مراسم د سېشنبې په ورځ، د لړم پر نولسمه، ترسره شوي دي.
د افغانستان د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس محمد نبي محمدي د یوه پلاوي په مشرۍ په دغو مراسمو کې ګډون کړی و. په مکه مکرمه کې د افغانستان د حج قونسل عبدالباقي سجاد او یو شمېر نورو افغان مسوولانو هم په مراسمو کې ملتیا ورسره کړې ده.
د تړون له مخې، سعودي شرکت به افغان حاجیانو ته په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د استوګنې مناسب ځایونه برابر کړي. دغه راز به د حج په سپېڅلو سیمو، یعنې منی، عرفات او مزدلفه کې د خیمو برابرول هم د دغه شرکت د خدمتونو برخه وي.
په هوکړه کې د حاجیانو لپاره درې وخته خواړه، ترانسپورټي خدمتونه او نورې اړینې اسانتیاوې هم شاملې دي. د وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو خدمتونو موخه د حج د مراسمو پر مهال د افغان حاجیانو د اړتیاوو پوره کول دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، د تړون د شرایطو د عملي کېدو او حاجیانو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره به د سعودي شرکت فعالیتونه څاري او ارزوي. وزارت د څارنې د څرنګوالي یا د ارزونې د مهالوېش په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.