په هېتي، کېنیا او پیرو کې د «طالبانو» نوم ولې کارول کېږي؟

په هېتي کې یوې وسلهوالې ډلې د «طالبانو» نوم کارولی، خو د راپورونو له مخې دغه ډله له افغانستان او پاکستان له طالبانو سره سازماني اړیکه نه لري. د هېتي د کریول ژبې په یوه ویډیو کې د دې ډلې یو وسلهوال لیدل کېږي چې د چورلکې پر لور ډزې کوي او ورسره د «طالبان» کلمه هم لیکل شوې ده.
د هېتي د یوې انلاین رسنۍ مسوول مدیر ویلي چې د ډلې نوم په مستقیم ډول د افغانستان له طالبانو څخه اخیستل شوی دی. د هغه په وینا، د هېتي د ډلې غړي افغان طالبان یاغي، زړور او له ګواښونو نهوېریدونکي کسان ګڼي او هڅه کوي ځانونه هم په ورته نوم معرفي کړي.
په هېتي کې د «طالبانو» ډله د پلازمېنې پورتو پرنس د کناان په سیمه کې فعاله بلل کېږي. د جرمونو او نړیوالو شبکو د څارنې د یوه بنسټ د سیمهییز مسوول رومن لو کور په وینا، د هېتي وسلهوالې ډلې د پلازمېنې پر لور لارې، پوستې او د بندرونو څخه د مالونو د لېږد مسیرونه تر خپل کنټرول لاندې لري او له خلکو او سوداګرو باج اخلي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په هېتي کې د نهو میاشتو په موده کې د وسلهوالو ډلو د تاوتریخوالي او د هغوی پر ضد د عملیاتو له امله له ۵۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. په همدې موده کې له ۲۳۰ زرو ډېر کسان تښتول شوي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي تېریو په اړه هم پراخې اندېښنې ثبت شوې دي. د امنیت شورا په یوه راپور کې د «طالبانو» په ګډون ګڼې ډلې په وسلو او نشهیي توکو قاچاق، د تېلو قاچاق، باج اخیستنې او نورو ناقانونه فعالیتونو تورنې شوې دي.
لو کور وايي، په هېتي کې د «طالبانو» کلمه ښايي په عامیانه ژبه کې د ځواکمن، باوري او د درناوي وړ کس لپاره کارېږي. د هغه په وینا، ځینې خلک دا ډله د دولت او د ادعا شوي ظلم پر وړاندې د مقاومت په نوم یادوي، خو د هېواد د چارو څېړونکي ټینګار کوي چې دغو وسلهوالو ډلو د پلازمېنې او شاوخوا سیمو د خلکو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی. درې کاله وړاندې دغې ډلې په میرابالایس کې یوه راډیو هم نیولې وه او نوم یې «طالبان ایفاېم» ایښی و.
د افغانستان له نوم سره ورته تړاو په نورو هېوادونو کې هم لیدل کېږي. په کېنیا کې یوه ډله چې د ۲۰۰۰مو کلونو په لومړیو کې له «بغداد بوایز» څخه جلا شوې، ځان «طالبان» بولي او د باج اخیستنې، غلا او نشهیي توکو له قاچاق سره تړل شوې ده. په پیرو کې بیا «لوس طالبان» نومې ډله د ټرانسپورټي شرکتونو د ګواښلو، باج اخیستنې او وسلهوالو نښتو په قضیو کې یاده شوې ده. د راپورونو له مخې، د دغو نومونو کارول د افغانستان له طالبانو سره د مستقیمې اړیکې پر ځای د ځواک او مقاومت له تصور سره تړاو لري.