ترکیې ته د افغانستان او پاکستان له سرحدي سیمو د داعش د یوه غړي انتقال ادعا

د ترکیې د استخباراتو ملي ادارې ویلي چې د افغانستان او پاکستان له سرحدي سیمو یې د داعش یو غړی نیولی او ترکیې ته یې انتقال کړی دی. ادارې د دغه عملیاتو د دقیق ځای په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.
ترکي رسنیو د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې نیول شوی کس اوغور بهادر نومېږي او په داعش کې یې د «عبدالله» نوم کاراوه. د ادعا له مخې، نوموړی په ۲۰۲۴ کال کې له ترکیې تر وتلو وروسته له داعش سره یوځای شوی او د افغانستان او پاکستان په سیمه کې یې د دې ډلې په روزنیزو کمپونو کې فعالیت کړی دی.
د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې استخباراتي څېړنو ښودلې چې بهادر د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمو ته تللی و. د راپور پر بنسټ، کله چې معلومه شوه نوموړي په سیمه کې د داعش اړوند په څو کمپونو کې بېلابېلې دندې ترسره کړې، د هغه د نیولو لپاره عملیات پیل شول.
ترکي چارواکو ویلي چې بهادر تر نیول کېدو وروسته ترکیې ته ولېږدول شو او په لومړنیو څرګندونو کې یې د داعش د روزنې، ورسپارل شويو ماموریتونو او په افغانستان او پاکستان کې د دې ډلې د تشکیلاتي فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي دي. دا ادعاوې تر اوسه د افغانستان یا پاکستان له لوري نه دي تایید شوې.
په راپورونو کې ویل شوي چې بهادر د اوزګور التون په نوم یو بل ترکي وګړی هم داعش ته جذب کړی و. التون، چې په دې ډله کې د «ابو یاسر الترکي» په نوم پېژندل کېده، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې نیول شوی و. ترکي چارواکو هغه مهال ویلي وو چې نوموړي د ترکانو د جلب او جذب مسوولیت درلود.
د ترکیې چارواکي ادعا کوي چې د دغو څېړنو په پایله کې په ترکیه کې د داعش د احتمالي بریدونو ځینې پلانونه شنډ شوي دي. پاکستان او د طالبانو حکومت د تازه نیول کېدو په اړه تر اوسه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
دا پرمختګ په داسې حال کې دی چې د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین د سپټمبر پر ۱۶مه کابل ته تللی و او د طالبانو حکومت له څو لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي وو. ترکیې له طالبانو سره نږدې اړیکې ساتلې او مخکې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو په اړه د منځګړیتوب هڅې هم کړې دي.