د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

ریچارډ بېنېټ: د افغانستان د بشري حقونو سرغړونې باید عادي ونه ګڼل شي

افغان اتلان · پښتو
ریچارډ بېنېټ: د افغانستان د بشري حقونو سرغړونې باید عادي ونه ګڼل شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ خبرداری ورکړی چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بشري حقونو د پراخو سرغړونو او بنسټیز تبعیض د عادي کېدو اجازه ورنه کړي.

بېنېټ دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال کړې دي. هغه ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې پنځه کاله وروسته د بنسټیزو حقونو د سیستماتیکو سرغړونو د درولو لپاره د دوی له لوري د لېوالتیا نښې نه لیدل کېږي، بلکې د هغه په وینا، ځپونکی چلند لا پراخ او رسمي شوی دی.

د ځانګړي راپور ورکوونکي په راپور کې د ښځو او نجونو د حقونو د لا محدودېدو، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د کم عمره ودونو د اسانتیا په اړه اندېښنه ښودل شوې ده. راپور همداراز د خپل‌سرو نیونو، شکنجې، جنسي تاوتریخوالي، جبري ودونو او له قضايي بهیر پرته وژنو یادونه کوي.

په راپور کې د بیان د ازادۍ او مدني فعالیتونو پر وړاندې سخت محدودیتونه، د قومي، مذهبي او ژبنیو ټولنو پر وړاندې تبعیض، د خلکو ځورونه او د معلولیت لرونکو کسانو له پامه غورځول هم د اندېښنې وړ موارد بلل شوي دي. بېنېټ ټینګار کړی چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د بشري حقونو له څرګند، د اندازه کېدو وړ او خپلواک ډول تایید شوي پرمختګ سره تړلی وي او د حساب ورکونې، برابرۍ او عدالت په بیه مشروعیت ورنه کړل شي.

هغه ویلي، د نړیوالې جنايي محکمې له خوا د طالبانو د مشرانو پر وړاندې د نیولو د څلورو حکمونو صادرېدل د حساب ورکونې پر لور مهم ګام دی. بېنېټ له دولتونو غوښتي چې د دغې محکمې، د افغانستان لپاره د خپلواک پلټنیز میکانیزم او د نړیوال صلاحیت پر بنسټ د ملي څارنیزو او قضايي بهیرونو ملاتړ وکړي، څو د جدي سرغړونو مسؤلان عدالت ته وړاندې شي.

بېنېټ د افغانستان د ځوان نسل پر اوږدمهاله اغېزو هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې جنسیتي تاوتریخوالی، جبري او کم عمره ودونه، د ماشومانو کار او افراطیت ځوانان له جدي ګواښونو سره مخ کوي. هغه زیاته کړې چې د نجونو د زده کړې مخنیوی د هغوی پر رواني روغتیا او د هېواد پر پرمختګ منفي پایلې لري، خو افغان نجونې او ځوانې ښځې لا هم د زده کړو او خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

د افغانستان او پاکستان د روانې شخړې په تړاو، د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له دواړو خواوو غوښتي چې نړیوال بشري حقونه او بشري قانون رعایت کړي، د ملکي وګړو د ساتنې لپاره احتیاطي اقدامات وکړي او د ملکي زیانونو په اړه خپلواکې پلټنې او حساب ورکونه یقیني کړي. هغه له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې چې د بشري مرستو ترڅنګ د پوهنې، روغتیا، ماین پاکۍ، رسنیو او د مدني ټولنې، په ځانګړي ډول د ښځو په مشرۍ نوښتونو، اوږدمهاله ملاتړ ته دوام ورکړي.