د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د افغاني غالیو د صادراتو ترانسپورتي لګښتونه دوه برابره لوړ شوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د افغاني غالیو اوبدونکي او سوداګر وايي، نړیوالو بازارونو ته د خپلو محصولاتو د صادرولو پر وړاندې د ترانسپورټ لوړې بیې او نورې ستونزې د دې صنعت ګټه کمه کړې ده. د دوی په وینا، که څه هم د یوې غالۍ په جوړولو کې میاشتې کار او د ګڼو کسانو هڅې شاملې وي، خو د بهرني لېږد لګښتونه د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوي دي.

د بلخ د دولت‌اباد ولسوالۍ د غالیو اوبدونکی او د یوې کارګاه مسوول دوست محمد وايي، دی له شاوخوا ۲۸ کلونو راهیسې له خپلې مور، خویندو او نورو خپلوانو سره په دې برخه کې کار کوي. د هغه په خبره، د غالۍ د تولید بهیر له طرحې، رنګولو او د نقشې له جوړولو پیلېږي او وروسته تر اوبدلو، مینځلو، قیچي کولو، شا سوځولو او څنډو جوړولو پورې څو پړاوونه تېروي.

دوست محمد وايي، د اوبدونکو مزد د غالۍ د ډول او کیفیت له مخې ټاکل کېږي. هغه زیاتوي چې ډېری اوبدونکي کلیوالې ښځې دي چې د همدې کار له لارې د خپلو کورنیو لګښتونه برابروي. د ده په وینا، د بدخشان، کندوز، بلخ، جوزجان، فاریاب او نورو ولایتونو غالۍ کابل ته انتقالېږي او له هغه ځایه د بېلابېلو ترانزیټي لارو له لارې بهرنیو بازارونو ته لېږل کېږي.

د غالیو د یوه پلورنځي مالک ایشان قاري‌زاده وايي، د دوی پلور د تېرو پنځو کلونو په پرتله د پام وړ نه دی زیات شوی. هغه وویل، اوس غالۍ لومړی د سیمه‌ییزو کارګو شرکتونو له لارې دوبۍ ته استول کېږي او بیا نړیوال شرکتونه یې نورو هېوادونو ته رسوي. د هغه په وینا، پخوا د هر کیلو غالۍ د لېږد بیه پنځه یا شپږ ډالره وه، خو اوس نږدې ۱۱ ډالرو ته رسېدلې ده.

قاري‌زاده وايي، دوی په کال کې د ۱۰۰ او ۵۰۰ تختو ترمنځ غالۍ بهر ته لېږي، خو د اوسنیو لګښتونو له امله یې عاید د ترسره شوي کار په کچه نه دی. د کابل د یوه کارګو شرکت مسوول سهیل حسین‌زاده هم وايي، غالۍ له افغانستانه دوبۍ ته د هوا له لارې استول کېږي او له هغه ځایه د دریمو قراردادي شرکتونو په وسیله اروپا، امریکا او نورو هېوادونو ته انتقالېږي.

حسین‌زاده ادعا کوي چې په منځنۍ اسیا کې وروستي امنیتي وضعیت او په ځینو سیمو کې جګړو د انتقال پر بیو منفي اغېز کړی دی. نوموړي وویل، د DHL په څېر شرکتونو بیې د ډېرو سوداګرو له وسې لوړې دي او له همدې امله ځینې صادرونکي له نورو شرکتونو کار اخلي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند محمد اصف الیاس د دې راپور تر خپرېدو د صادراتو د لارو، اندازې او عوایدو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې ویلي چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۳۶۳۰ ټنه غالۍ صادرې کړې او له دې لارې یې ۱۵.۲ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کړی دی. د همدې معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د شاوخوا ۳۸۱۸ ټنه غالیو له صادراتو ۱۸ میلیونه ډالره عاید ثبت شوی. افغان غالۍ متحده عربي اماراتو، ترکیې، جرمني، هالنډ، امریکا، هند، چین او د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو ته صادرېږي؛ حکومت مخکې ویلي وو چې په دې صنعت کې شاوخوا ۱.۲ میلیونه کسان بوخت دي.