د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په فرانسه کې افغان کډوال د احتمالي اېستلو له پرېکړې اندېښمن دي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

په فرانسه کې مېشت بې‌اسناده افغان کډوال د هغه احتمال له امله اندېښمن شوي چې ښايي له دغه هېواده وایستل شي. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز ویلي، له طالب چارواکو سره د هغو افغانانو د بېرته ستنولو په اړه تخنیکي خبرې پیل شوې چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

نونیز دا څرګندونې د نومبر پر دویمه د فرانسې په پارلمان کې کړې دي. د هغه په وینا، د بحث موضوع هغه کسان دي چې د فرانسې ملي امنیت ته ګواښ بلل کېږي؛ خو په فرانسه کې ځینې افغانان وايي، د دوی دوسیې له کلونو راهیسې بې برخلیکه پاتې دي او د بېرته ستنولو په صورت کې له جدي خطرونو سره مخ کېدای شي.

د نانسي ښار ۲۴ کلن اوسېدونکی ایمل وايي، دوه کاله وړاندې فرانسې ته تر رسېدو پورې یې له لوږې، تندې او سختو لارو سره مخامخ شوی و. هغه ازادي راډیو ته ویلي چې یو کال مخکې یې د فرانسې د کډوالو ادارې، اوفپرا، منفي ځواب ترلاسه کړی، له خپل استوګنځي ایستل شوی او د کار اجازه هم نه لري.

ایمل وايي، کله ناکله موقتي کار پیدا کوي، خو د ده په وینا ځینې کار ورکوونکي یې د څو اوونیو یا میاشتو کار پیسې نه ورکوي. نوموړي له فرانسوي حکومت غوښتي چې د ده وضعیت په پام کې ونیسي او د قانوني اسنادو له لارې یې له اېستلو وژغوري.

په پاریس کې یو بل ۲۵ کلن افغان، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نوم نه دی خپور شوی، وايي دوه کاله مخکې په قاچاقي توګه فرانسې ته تللی او تر اوسه د پاتې کېدو اسناد نه لري. هغه ادعا کوي چې د تېر جمهوري نظام له امنیتي ځواکونو سره یې کار کړی و او افغانستان ته ستنېدل یې ژوند له ګواښ سره مخ کولی شي. څو نورو افغانانو هم ورته اندېښنې څرګندې کړې او ویلي یې دي چې د احتمالي اېستلو له وېرې د اروپا نورو هېوادونو ته د تګ په فکر کې دي.

د بشري حقونو اتحاد له فرانسې غوښتي چې د هر کډوال د ستنولو تر مخه د هغه شخصي وضعیت او احتمالي امنیتي خطرونه په جلا توګه وارزوي. دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې ځینې کسان ښايي له شکنجې، بند، ځورونې او نورو امنیتي ستونزو سره مخ شي. د بشري حقونو څار سازمان هم مخکې د افغانانو د جبري ستنولو د پلانونو د درولو غوښتنه کړې وه.

په پاریس کې د کډوالو د حقونو فعال یاسین نبي وايي، د اوسنیو شرایطو له مخې د افغانانو د ستنولو په اړه خبرې ناعادلانه دي، ځکه په افغانستان کې د امنیت او کار وضعیت سخت دی. د طالبانو حکومت تر اوسه د فرانسې له چارواکو سره د دغو خبرو په اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې؛ خو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې ګڼ اروپايي هېوادونه د کډوالو په اړه له دوی سره اړیکې لري.

د ازادي راډیو د راپور له مخې، له ۲۰۲۴ کال راهیسې جرمني، بلجیم، اتریش، پولنډ، سویډن او سویس لسګونه افغانان کابل ته ستانه کړي دي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال اټکل ښيي چې په دغه هېواد کې نږدې ۹۰ زره بالغ افغانان ژوند کوي، خو دا نه ده روښانه شوې چې له هغوی څو تنه بې‌اسناده دي.