د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په زابل کې د اقتصاد او ولسي ستونزو په اړه د چارواکو څرګندونې

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري په زابل کې یوې غونډې ته ویلي چې افغانستان له اوږدې بې‌ثباتۍ وروسته د یووالي پر لور تللی او د نړیوالو بندیزونو سربېره یې اقتصاد او سوداګري د ودې په حال کې دي.

نوري ادعا کړې چې په تېرو شاوخوا پنځوسو کلونو کې موجود قومي، مذهبي او سمتي اختلافونه پای ته رسېدلي او اوس خلک په اتفاق ژوند کوي. هغه د خپلو خبرو پر مهال ویلي چې د امریکا، بریټانیا او روسیې په ګډون بهرني هېوادونه له افغانستانه وتلي دي.

د نوموړي په وینا، که څه هم اوسنی حکومت له نړیوالې پېژندنې پرته دی، بندیزونه او نورې ستونزې هم شته، خو د هېواد پیسې خپل ارزښت ساتلی او اقتصادي فعالیتونه دوام لري. هغه د اقتصاد د اوسني وضعیت په اړه د ودې خبره کړې، خو د دې ادعا لپاره یې په غونډه کې مشخص ارقام وړاندې نه کړل.

د زابل اوسېدونکو بیا له چارواکو غوښتي چې د شملزو ګمرک او صنعتي پارک د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي. دوی همداراز د ښوونې او روزنې، روغتیا او کرنې په برخو کې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو غوښتنه کړې ده.

د زابل امنیه قومندان عبدالحلیم حلیمي ویلي چې د ولایت خلک له پراخو ستونزو سره مخ دي او ډېری اوسېدونکي بې‌وزله دي. د هغه په خبره، په بېلابېلو برخو کې د خلکو مرستو ته اړتیا شته.

د زابل د کوچیانو استازي سید محمد هم ویلي چې په دغه ولایت کې کوچیان او نور اوسېدونکي دواړه په بنسټیزو برخو کې اسانتیاوو ته اړتیا لري. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویلي چې د ولسي یووالي د پیاوړتیا لپاره به ورته ناستې دوام ولري.