د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

افغان زلمیان د اسیا جام نیمه پایلوبه کې له هند سره مخ دي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرېکټ لوبډله د اسیا جام په نیمه پایلوبه کې له هند سره مخامخ ده. دا سیالي د عمان د مسقط ښار په العامرات کې روانه ده او افغان لوبډلمشر سهیل خان د پچې له ګټلو وروسته د لومړۍ توپ‌وهنې پرېکړه کړې ده.

افغان زلمیانو د سیالیو په ګروپي پړاو کې خپلې درې واړه لوبې په پراخو توپیرونو ګټلې دي. دوی د شپږو نمرو په ترلاسه کولو سره نیمه پایلوبې ته لار موندلې، په داسې حال کې چې هند په خپل ګروپ کې دوه بریاوې لرلې، خو له پاکستانه یې ماتې خوړلې وه.

د افغانستان په لوبډله کې د سهیل خان ترڅنګ فریدالله احساس، سبحان زاخېل، نعمان سالارزی، شاه فیصل رحیمي، عابدالله عابد، طاهر سروري، امیر حمزه، بلال سلیمانخېل، نورعلي نیازی او محمدعلي شامل دي.

په دې پړاو کې د افغانستان لپاره نورعلي نیازی تر ټولو اغېزناک توپ‌اچوونکی بلل کېږي. هغه تر دې دمه ۱۳ وېکټې اخیستې دي، چې د روان جام په سیالیو کې تر ټولو لوړه شمېره ده. د هند آریاویر سېواګ بیا د سیالیو تر دې مرحلې د ټولو لوبغاړو په پرتله ډېرې، ۲۵۲ منډې کړې دي.

د هند په لوبډله کې آریاویر سېواګ او انوای ډرېوډ هم لوبېږي. آریاویر د هند د پخواني ملي لوبغاړي وریندر سېواګ زوی دی او انوای د هند د پخواني مخکښ توپوهونکي راهول ډرېوډ زوی دی. وریندر سېواګ او راهول ډرېوډ د هند له مشهورو پخوانیو ستورو څخه دي او دواړو په نړیوالو، فرسټ کلاس او لېست اې سیالیو کې له ۴۵ زرو ډېرې ټولیزې منډې کړې دي.

د ۱۹ کلنو د اسیا جام روان پړاو د کرېکټ اسیايي شورا تر څار لاندې د دې سیالیو دیارلسمه دوره ده. دغه جام لومړی ځل په ۱۹۸۹ کال په بنګله‌دېش کې ترسره شو او هند یې اتلولي وګټله. هند تر اوسه اته ځله د دې سیالیو اتلولي ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې افغانستان په ۲۰۱۷ کال په مالیزیا کې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره خپل لومړی اتلولي جام پورته کړ.

د دې سیالیو وروستی پړاو تېر کال په متحده عربي اماراتو کې ترسره شو چې پاکستان وګاټه. په بله نیمه پایلوبه کې پاکستان له بنګله‌دېش سره لوبېږي او بنګله‌دېشۍ لوبډلې د لوبې له پیله د توپ‌وهنې پرېکړه کړې ده.