پښتو ادب · شاعران
نسیم شاه عادل
د نسیم شاه عادل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
نسیم شاه عادل ژوند لیک
شاعراو ليکوال نسیم شاه عادل شاوخوا 34 پسرلي وړاندې په ۱۳۶۴ هـ کال د سولې او آدب ټاټوبي ننګرهار ولایت، مومندرې ولسوالۍ، د هزارناو په سیمه، د ملک راضي شاه په کور کې زیږیدلی دی.
ښاغلي عادل لومړنۍ زده کړې د خپلې سیمې د هزارناو په ابتدایه ښوونځي کې پیل کړې، لومړنۍ او منځنې زده کړې یی په یاد ښوونځي کې تر نهم ټولکي سرته ورسولې.
د ثانوي زده کړو لپاره د ننګرهار عالي لیسې ته ولاړ او هلته یې تردولسم ټولګي پورې زده کړې وکړې، په ۱۳۸۵هـ کال کې یې د همدی لیسې څخه په لوړه درجه د فارغت سند ترلاسه کړ.
د وخت د ناخوالو له امله په یاد کال د پاکستان هیواد ته وکوچیده اوهلته یې دوه کاله د مسافرۍ ترخې شپې ورځې تېرې کړې، چې په دې موده کې له زده کړو بی برخې پاتې شو، خو دا چې زده کړو سره یې بې کچې مینه درلوده، لاس تر زنې کښېنناست او ۱۳۸۷ کال کې یې د کانکور له لارې وکولای شو، چې د ننګرهار پوهنتون د ژبو اوادبیاتو پوهنځي ته لار پیدا کړي.
په ۱۳۹۱ کال کې د یاد پوهنځي له عربي څانګې څخه په کدري نمرو فارغ شو.
دنده:
په همدې کال یې د ازادې سیالۍ له لارې د ملي راډیو ټلویزیون د هنري او ادبي خپرونو د پښتو برخې د لیکوال په حیث خپله لومړنۍ دنده پیل کړه، چې تردې دمه په یاده اداره کې د بیلابیلو ادبي او هنري خپرونو د لیکوالۍ تر څنګ د پروډیوسرۍ او نطاقۍ چارې هم په غاړه لري.ددی ترڅنګ یې په ودان افغانستان موسسه کې د دوه کالو لپاره د استاداتو د ترننګ دنده هم ترسره کوله او د انتخاباتو په کمیسیون کې یې په رسنیزو برخو کې په بیلابیلو برخو کې کار کړې دی.
ادبي او هنري ژوند:
نسیم شاه عادل له کوچنیوالي له شعر او شاعرې سره بی کچې مینه درلوده، همدې لیونۍ مینې وهڅوه تر څو په ښوونځي کې د ترانې ټیم جوړ او د یاد ټیم مشرې ترسره کړي همداراز یې د ژوند په دوران کې په ادبي بهیرونو غونډو سمینارونو کې ګډون کړي نو همدا فرهنګي او هنري چارې ددی لامل شوې چې د شعر ښاپیرۍ ورسره مله شي او په شعرلیکلو پيل وکړي.
عادل تردې دمه د ټولنې د شعوري کچې د پراختیا او پرمختیا لپاره بیلابیل شعرونه لیکلي، چې په ګڼو ویب پاڼو مجلو او اونیزو کې خپاره شوي دي دا چې د نوموړي شعرونه د ټولنې لپاره په ګڼو برخو کې مثبت پیغامونه لري په همدې پار د ملي رادیو تلویزیون په بیلابیلو ادبي خپرونو شومدم انګازې، راډیویې مجلې، دغزل شپې،د سباوون پیغام او ځینو نورو ادبي خپرونو کې ترې استفاده کیږي.
نوموړي په بیلابیلو فورمونو کې شاعرې کړې چې په شعر کې مینه،عاطفه او وطن پالنې احساس زیات لیدل کیږي، ددی ترڅنګ يې ګڼو مناسبتونو ته شعرونه، او نظمونه لیکلي او خپاره شوي چې د مینه والو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.
غزلبول شاعر نسیم شاه عادل د ملغلرو بڼ په نوم ناچاپه ټولګه لري، چې د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولای چې د چاپ په کاڼه یې سمبال کړي او د مینه والو تنده پرې ماته کړي ښاغلي عادل ته په دغه فرهنګي سفر کې لا سرلوړي غواړم قلم يې تاند او له شعر او شاعرۍ سره یې مینه په څپو اوسه.
شعرونه
9 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم شاه عادل
داچې ژوند کې مو راغلې ازادي ده
له سل کالو مو لرلې خپلواکي ده
یو ملت چې څومره یو او متحد وي
هم هغومره یې خپلواکه زندګي ده
په کلتور او ثقافت ملت ژوندی وي
کلتور لویه شتمني لویه هستي ده
په میړانه او عظمت چې زندګي کړي
نو موندلې یې په ژوند اتلولي ده
برکت د شاه امان غازي اتل دی
په نړۍ کې مو د سر چې بلندي ده
د غښتلې ارادې څښتن که نشته
شاه امان دی نوم یې پاتې ابدي ده
له غرور او له احساسه چې پيدا وي
تل یې کړې په نړۍ کې بادشاهي ده
په نمانځنه یې چې مونږه مفتخر یو
دا مو کړنه د آتل امان غازي ده
چې ژوندی د وطن مینه باندې پایي
لا تراوسه یې ازاده زندګي ده
د وطن په ازادۍ او خپلوکۍ کې
سر لوړي ده، سرلوړي ده، سرلوړي ده
چې هم ننګ او هم غیرت لري عادله
دا افغان دی دده خوي د ابدالي ده
۱۳۹۸۵۲۰
اختربشپړ شعر ولولئ
اختر
نسیم شاه عادل
اختره چى راځې نو خوشالي درسره راوړه
شيندليو ولسو ته ورورولي درسره راوړه
اختره چى راځې ځان سره راوړه اتحاد
يو ځاى مو ټول ملت کړه بی له تا يو په فرياد
اختره په راتګ مو ګران ولس کړه راته ښاد
کوتره کړه راپورته زندګي درسره راوړه
اختره چى راځې نو خوشالي درسره راوړه
***
اختره په راتګ به دى موږ هغه وخت خوښيږو
فضا چى ددوستۍ وي موږ د يوبل نه ځاريږو
نفاق نفرت چې ورک کړى نو په تا به مېنيږو
کيني زړونو کې ورکې کړه دوستي درسره راوړه
اختره چى راځې نو خوشالي درسره راوړه
***
اختره د ټوپک پر ځای په لاس مو چې قلم شي
د بم نه چې لاس واخلو کتاب زموږ زړه مرهم شي
مسکن په ترقې کې ټول کارونه مو چې سم شي
عادل ته يو ډالۍ دا نيکمرغي درسره راوړه
اختره چى راځې نو خوشالي درسره راوړه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم شاه عادل
افسوس په خپله زندګۍ او خپل تقدیر کومه
په زنګانه مې خپل سر ایښې دی او ویر کومه
رڼا نړۍ کې به ارو مرو تغیر کومه
پښیماني مې زه د کړنو په تآثیر کومه
اوس قضاوت له خپل ضمیر سره په ځیر کومه
زه ځان تړنه اوس د سولې په ځنځیر کومه
بی درمانه دردمنبشپړ شعر ولولئ
بی درمانه دردمن
نسیم شاه عادل
زه درد مند او بې درمانه مړه مرمه
زړه مې چوي له ډير خفګانه مړه مرمه
چې په ما جبر کوې پروا مې نه شته
خو چې بل ته شې مسکانه مړه مرمه
عالمونه به مې ټول تپوس ته راشي
چې رانه شې بی له تانه مړه مرمه
واړه ژوند راته زندان زندان زندان دې
بیلتانه کړم پریشــــــــــانه مړه مرمه
چې خاموش فکر مه کړه چې نا پوه یم
دومره نه شې بد ګمانه مړه مرمه
حقیقت چې اوس عادل ته ښه څرګند شو
شاید شي به پښیمـــــــــاته مړه مرمه
ټوکې نه ديبشپړ شعر ولولئ
ټوکې نه دي
نسیم شاه عادل
نوم د مینې یادول څه ټوکې نه دي
د دوه زړونو یو کول څه ټوکې نه دي
که ته هر څومره توبې توبې اوباسې
زړه له یاره صبرول څه ټوکې نه دي
دا متل دی چې په جنګ کې مړي کیږي
نو د سترګو جنګول څه ټوکې نه دي
د دوستانو موندل هرځای کې اسان دي
دوست سره دوستي پالل څه ټوکې نه دي
په یارۍ کې چې په زړه باندې ټک درکړي
د هغې ګذار زغمل څه ټوکې نه دي
چل دوکې مکر فریب نه چې خالې ده
د عادل یاري کول څه ټوکې نه دي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم شاه عادل
د ژونــدانه هره لمحه راته پیــــــــغور شو ربه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم شاه عادل
په خپل کورکې له پردو سره مې ژوند دی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم شاه عادل
د هسکى مېنې شهيدانو ته!
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم شاه عادل