د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

صميم مضمون

د صميم مضمون پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

19 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صميم مضمون

هر سړى   مې  يار  دى  نو جې  ستا يې څه
مينه   مې روزګار دى  نو  جې  ستا يې څه

ښا  نو  چې ولاړ   دى  نو  ولاړ  دې    وي
ماته        انتظار دى   نو   جي  ستا يې څه

ښه  دى   چې  د   ښکلو   په  سر  مشر دى
ښه  دى   چې واکدار دى نو جې ستايې څه

تابه    حداى  په   ټک   د   تسبو    وبښي
دا  که  ګنهگار  دى  نو  جې   ستا يې څه

پام چې په   تندي    ورته   لاس کې نه دى
هرڅو  که  بيمار   دى  نو جې  ستايې  څه

ولې  ترې     څادر     درته    وچت   کړمه
غيږ  کې مې  سيتار دى  نو جې ستايې څه

لاس   نه يې     نيولى   کورته   زه    بوځم
زانګې  دې  خمار دى   نو   جې  ستا يې څه

پريده  چې دا  زړه   ده    صميم   وسيزي
ډد  کې  يې  انګار   دى  نو  جې ستايې څه
زخمي افغانستانبشپړ شعر ولولئ

زخمي افغانستان

صميم مضمون

ګل نازک نازک   مخونه   پکې  خاورې
ولونه ولونه    اوربلونه  پکې  خاورې

په ګودرکې  د منګي ټوټې  پرتې  دي
د حمزولو      قتارونه    پکې  خاورې

د ښوونځي له چته خړ ګردونه خيجي
پنډې پنډې   کتابونه    پکې   خاورې

مدرسه او   جومات  هم    رانړيدلي
عقيدې او ايمانونه    پکې    خاورې

د حجرې کونج کې سپيرې ټوپکې ايښې
مخفلونه  چلمونه    پکې    خاورې

دا کوڅي وس له خونکارو خلکو ډکې
د مئينو ديدنونه     پکې    خاورې

د تنکو تنکو   نښترو  څانګې  ماتې
لوړ او شنه شنه چينارونه پکې خاورې

انقلاب  دى  د هرڅه نه  مزه   تللې
ټول دردونه دي خوندونه پکې خاورې

زنده ګې ده  ښه   بدرنګه ده صميمه
اميدونه     ارمانونه  پکې    خاورې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صميم مضمون

وينې دي سيلاب دى سترګې پټې کړه
جنګ دى انقلاب دى سترګې پټې کړه

ګرد دى د بارودو  پرې  ړنده  به  شې
وخت ياره خراب دى سترګې پټې کړه

هله چې د ژوند کيښتۍ مو ډوبه شوه
چار چاپير درياب دى سترګې پټې کړه

حدايګو چې يې ډيرې ميندې بورې کړې
ظلم  دى  غذاب دى  سترګې پټې  کړه

خاورو کې بې قدره پورت زخمي زخمي
څه ښکلى ګلاب دى سترګې پټې  کړه

اخ   تنکۍ  غوټۍ  صميمه  سوې   ده
لاس کې يې کتاب دى سترګې پټې کړه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صميم مضمون

چې ځمکه پاکه له انسانه شي نو ښه به نه وي
که دا دنيا نوره را ورانه شي نو ښه به نه وي

تجاره  ډيره   ناجايزه   ده وړيا يې  پلورې
وينه زمونږ که لږه ګرانه شي نو ښه به نه وي

نفرت بې حده ډير دى ژوند پکې مزه نه کوي
مينه  که لږ زره پريمانه شي نو ښه به نه وي

سوله چې راشي وطن جوړوي اومرګونه نه وي
حداى که غيبي را مهرابانه شي نو ښه به نه وي

وړې  سلګۍ  مظلومې اوښکې د زغملو نه دي
سړى چې ورک له دې جهانه شي نوښه به نه وي

صميمه ګوره داجينۍ خو يې لمده خيشته کړه
چرته  که پټه  له بارانه  شي نو ښه به نه وي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صميم مضمون

باد سيلۍ طوفان دى مړه چرته ځې
شړکنده  باران     دى مړه چرته ځې

پاتې شه شپه وکړه ستا په ګټه ده
تلو کې دې تاوان دى مړه چرته ځې

ښه به  ددې زړنو  بړاس  او باسو
نن يې سم امکان دى مړه چرته خې

کيښنه چې له ژونده سره خوند واخلو
چرت دې ولې وران دى مړه چرته ځې

دا د ژمي   يخ   او   تنهايي  ګوره
سخت زما  ګوزران دى مړه چرته ځې

مه درومه صميم  درنه  کپ نه کوي
نه دې خوري انسان دى مړه چرته ځې
 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صميم مضمون

واوره د سپينو او د تورو په قيصه کې نه يم
ته راسره ووسه د  نورو په قيصه کې نه يم

سپوږمۍ چې ته يې راسره نو بس همدامې هيله
د تتو تتو وړو  ستورو  په  قيصه  کې نه يم

ا صيلو  خلکو  ته  لاسونه په  تندي ږدمه خو
د ښکرورو   او سر زورو   په قيصه کې نه يم

د صفا   زړونو  واله خلکو باندې سر ورکووم
تش په لباس ددې سمسورو په قيصه کې نه يم

اى لاپې مه  وهه  صميم دې هيڅ پروا  نلري
ستا په څير مړه زه دډيرو په قيصه کې نه يم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صميم مضمون

بيښي خـــــامــــه ده وړې روژه نيولې
سـره ګـرمۍ کـې يـې آدې روژه نيولې

دا د کلــي ليــونتــٶرې پـيغلــه ګـــورې
پــــه نهــــاره يـــې منــــې روژه نيولې

اننګو کې يې له ورايه سورخي ښکاري
څـه ګـل رنګـې ګلــدستــې روژه نيولې

پـــه يــوه مچکــه وايـي مکـروح شوې
نــن يــې بيـــا د کفـــــــارې روژه نيولې

چې په خله کې يې غاښونه د شيدو دي
يــــا مــــلا صـاحـب هغـــــې روژه نيولې

تکـــه تـــوره پنجــابـۍ دې زهـر وخوري
تـکـــې سـپينــــې پـښـتـــنې روژه نيولې

دا جينۍ صميمــه ځان سـره زياتى کړي
پـــه دې نــــه کېــــږي او دې روژه نيولې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صميم مضمون

 خاص د تسبو په ټک او شمار! خداى به دې وبښي څه

په    تش   توبه   او  استعفار! خداى به دې وبښي څه

پل  نړوې   ښوونځى  سيزې   مهراب   په وينو  لړې
فکر  دې څه دى  په دې کار! خداي به دې وبښي څه

د يتيم    مال   درته   حلال  او  غنيمت   ښکاريږي
خيټه کې  ساتې    يو خروار! خداى به دې وبښي څه

خپلو   بچو  ته   خو  دې  سمه  نيغه  لار  ښودلې
پردو ته    ښايې    کږه   لار!  خداى به دې وبښي څه

پيغمبر   وايي    صلحه     وکړئ   يو   له  بله  سره
او  ته   کوې  ترينه    انکار!  خداى به دې وبښي څه

لکه    څاروي   ورته  مرۍ  غوڅه وې  زبحه  کوې
اخلې  د  خوار    ولس   ازار!  خداى به دې وبښي څه 

په سترګو جنګ کوې صميمه ښکلي ښکلي چيړې
د  لاس  په ګوتو   کړې  ازکار  خداى به دې وبښي څه 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صميم مضمون

يو شيبه  هم ګرانه ده چې ياره  سترګې پټې کړم
څه به له   دې  درده  تر  سهاره  سترګې پټې کړم

ستا  ازار  ګټلى ياد  په توره  شپه  تشريف راوړي
ووايه   نو   څنګه    ګنهگاره  سترګې  پټې  کړم

مينه مې بايللې ده  له  ژونده  محروم شوى يم
سخته ده چې مړه  بې خماره سترګې پټې کړم

څارم ورته لار هغه به خداى خبر چې  چرته وي
نه راځي   بس  زه به انتظاره سترګې پټې کړم

لاس کې دې ټوپک سر ته مې نيغ  سړيه ودريدې
دې حال کې به څه رقم خونکاره سترګې پټې کړم

کيږدم   د  هغې  تصوير    صميمه  په سينه باندې
بيا په خيال کې ډوب شم په قراره سترګې پټې کړم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صميم مضمون

رنځ مې له زړه نه په رګونو باندې وويشل شو
درد  مې  په ټولو اندامونو باندې  وويشل شو

سينه  زخمي  ګوګل سورى د پرهرونو  تړکا
ژوند مې په رنګ رنګ عذابونو باندې وويشل شو

غم ښه پريمان وو دچا شو او دچا نه شو نصيب
خو  په  خرابو  قسمتونو  باندې  وويشل  شو

سولې  ترې  کډه  وکړه  لاړه مروره  شوله
جنګ مې په غرونو او ښارونو باندې وويشل شو

ګل  پکې  وسوزيد   حوشبو ترينه باردو يوړه
اوف  پسرلي  په  خزانونو  باندې  وويشل شو

ماذيګري  د  ګودر   غاړه  او  د پيغلو  قتار
په سرو منګو او چينارونو باندې وويشل شو

ستا له غزله وس صميمه موسيقي جوړه وي
د جينکو  په    محفلونو  باندې  وويشل شو