د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي صميم مضمون شعرونه

غزل

چې ځمکه پاکه له انسانه شي نو ښه به نه وي
که دا دنيا نوره را ورانه شي نو ښه به نه وي

تجاره  ډيره   ناجايزه   ده وړيا يې  پلورې
وينه زمونږ که لږه ګرانه شي نو ښه به نه وي

نفرت بې حده ډير دى ژوند پکې مزه نه کوي
مينه  که لږ زره پريمانه شي نو ښه به نه وي

سوله چې راشي وطن جوړوي اومرګونه نه وي
حداى که غيبي را مهرابانه شي نو ښه به نه وي

وړې  سلګۍ  مظلومې اوښکې د زغملو نه دي
سړى چې ورک له دې جهانه شي نوښه به نه وي

صميمه ګوره داجينۍ خو يې لمده خيشته کړه
چرته  که پټه  له بارانه  شي نو ښه به نه وي
د شاعر نور شعرونه ←