د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي صميم مضمون شعرونه

غزل

 خاص د تسبو په ټک او شمار! خداى به دې وبښي څه

په    تش   توبه   او  استعفار! خداى به دې وبښي څه

پل  نړوې   ښوونځى  سيزې   مهراب   په وينو  لړې
فکر  دې څه دى  په دې کار! خداي به دې وبښي څه

د يتيم    مال   درته   حلال  او  غنيمت   ښکاريږي
خيټه کې  ساتې    يو خروار! خداى به دې وبښي څه

خپلو   بچو  ته   خو  دې  سمه  نيغه  لار  ښودلې
پردو ته    ښايې    کږه   لار!  خداى به دې وبښي څه

پيغمبر   وايي    صلحه     وکړئ   يو   له  بله  سره
او  ته   کوې  ترينه    انکار!  خداى به دې وبښي څه

لکه    څاروي   ورته  مرۍ  غوڅه وې  زبحه  کوې
اخلې  د  خوار    ولس   ازار!  خداى به دې وبښي څه 

په سترګو جنګ کوې صميمه ښکلي ښکلي چيړې
د  لاس  په ګوتو   کړې  ازکار  خداى به دې وبښي څه 
د شاعر نور شعرونه ←