د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي صميم مضمون شعرونه

غزل

واوره د سپينو او د تورو په قيصه کې نه يم
ته راسره ووسه د  نورو په قيصه کې نه يم

سپوږمۍ چې ته يې راسره نو بس همدامې هيله
د تتو تتو وړو  ستورو  په  قيصه  کې نه يم

ا صيلو  خلکو  ته  لاسونه په  تندي ږدمه خو
د ښکرورو   او سر زورو   په قيصه کې نه يم

د صفا   زړونو  واله خلکو باندې سر ورکووم
تش په لباس ددې سمسورو په قيصه کې نه يم

اى لاپې مه  وهه  صميم دې هيڅ پروا  نلري
ستا په څير مړه زه دډيرو په قيصه کې نه يم
د شاعر نور شعرونه ←