افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
زخمي افغانستان
ګل نازک نازک مخونه پکې خاورې
ولونه ولونه اوربلونه پکې خاورې
په ګودرکې د منګي ټوټې پرتې دي
د حمزولو قتارونه پکې خاورې
د ښوونځي له چته خړ ګردونه خيجي
پنډې پنډې کتابونه پکې خاورې
مدرسه او جومات هم رانړيدلي
عقيدې او ايمانونه پکې خاورې
د حجرې کونج کې سپيرې ټوپکې ايښې
مخفلونه چلمونه پکې خاورې
دا کوڅي وس له خونکارو خلکو ډکې
د مئينو ديدنونه پکې خاورې
د تنکو تنکو نښترو څانګې ماتې
لوړ او شنه شنه چينارونه پکې خاورې
انقلاب دى د هرڅه نه مزه تللې
ټول دردونه دي خوندونه پکې خاورې
زنده ګې ده ښه بدرنګه ده صميمه
اميدونه ارمانونه پکې خاورې