د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ممتاز اورکزی

د ممتاز اورکزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

نوم ممتاز الرحمن 
ادبی نوم- ممتاز اورکزی
د پلار نوم -نور اصغر 
ممتاز اورکزی په ۱۹۷۲ کښی په دی دنیا کښی سترګی غړولی دی ابتدای تعلیم یی په خپل کلی توره وړی کښی حاصل کړی دی او لسم یی د ګورنمینټ های سکول داوابه نه کړی دی دولسم یی د ګورنمینټ هایر سینکنډری سکول خیبر بازار پیښور نه کړی دی د شاعری سره یی مینه له وړوکوالی نه وه په څلورم پینځم ټولګی کښی وو چې شعر به یی لیکو خو د ۱۹۸۶ نه یی ښه پخه شاعری شروع کړی ده ممتاز اورکزی صیب زیاته ناسته د حمزه بابا او قلندر مومند سره هم کړی ده او په دغی باندی خوشحاله نه بلکښی فخر پری هم کوی د تیرو اتلسو کالو راسی د مسافری شپی ورځی د دوبی په خاوره تیره وی او د پښتو ادب خدمت یی پکښی هم ملا تړلی ده په پاکستان کښی د پښتو ادبی چمن ټل غړی دی او په دوبی کښی یعنی متحده عرب امارات کښی د اماراتو پښتو ادبی ټولنی صدر دی ۰
چاپ اثار یی دوه دی 
۱ -- بنګړی بنګړی وعدی 
۲--د زمکی آسمان 
دریمه شاعری ټولګه هم چاپ ته تیاره لری انشاالله ډیر زر به چاپ شی

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

47 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ممتاز اورکزی

 څه خواږه خواږه راګوری واخ ادې 

اوس به درومی په بل لوری واخ ادې

دا ناترسه بېوسی نازکې هیلې 
چې نیازبین زړګې مې زوری واخ ادې

د خمارچپې او کرب او تنهایی
ویړ اسمان او راڼه ستوری واخ ادې

سره غرمه او مزدوری شاعره طبع 
د غوزانو هغه سیوری واخ ادې

د ممتاز په زړه انبار دې د خبرو 
او نایاب نایاب دی توری واخ ادې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ممتاز اورکزی

 دا مست موسم او زه خراب؟ توبه توبه

څنګه به نه څکمه شراب؟؟ توبه توبه

نه يم د طمعې پرورده، نه يم د ډار
ورکه ګناه، ورک شه ثواب، توبه توبه

هر يو ښايست يو تقدس، قربان قربان
په تقدس کښې انتخاب؟ توبه توبه

صاحبه ! زۀ اوتے له شمار،دا څۀ کوې؟
ما سره هم کوې حساب؟ توبه توبه

ممتازه ما نه کتاب واخلي ،او بيا راکړي
دليل د بل يوۀ کتاب؟ توبه توبه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ممتاز اورکزی

 دے حيرت ته مې ولاړ سوالي تصوير

ګويا پاتې نه يم زۀ خالي تصوير

چې يې کړم د مسلسل بدلون اشنا 
ليدے نۀ شم د هاغۀ لالي تصوير

معجزه ده، چې به تۀ پريږدې خپل خويي 
ښه نو اوس به بدلوي " کالي" تصوير

انتها د باريکۍ ده د " شيدا"
چا يې رسم نه کړو هيڅ خيالي تصوير

لاړو ګونګ شولو ممتازه بالاخر
چې کوله د صورت سيالي تصوير
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ممتاز اورکزی

 نوے نظر ،زړې څيرې ، رايه بدله زما

له عقيدې تر تجربې، رايه بدله زما

نه مخ درآړومه، نه درنه مخ آړومه
انداز بدل له زمانې، رايه بدله زما

نه مې شته کسيو کښې هيڅ رنګ د زخم زخم احساس
تا خو هم نه کړه آيينې! رايه بدله زما

څۀ زما خپلې مجبورۍ ،څۀ زما خپل حدونه
وي مې اکثر له ارادې ، رايه بدله زما

د قيامتونو شور کښې اودريدم خاموش ممتازه
په باب د دغې هنګامې ، رايه بدله زما
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ممتاز اورکزی

 هغوي وايي چې ناپ تول دے او حساب دے

خدايه ستا په وړاندې ستا بنده خراب دے؟

هيله راوسته حالاتو تر دې ځايه
بل څۀ دي خو نه چينه ده ، نۀ سراب دے

څۀ ناياب دي د سوالونو مهين کاڼې
څۀ زما په شمول هر ذهن تالاب دے

بل نظر پيدا کومه تا ته ګورم
په دې شته نظر مې شک دے چې حجاب دے

د سپرلي په باب يې څۀ پوښتې ممتازه
بس پګړۍ کښې يې ټومبلے سور ګلاب دے
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ممتاز اورکزی

که ددې تت غــونــدې
امېــد مسیحایي هــم نه
وای
دازخمي شـــپه دمـایـوسـۍ
به ســـبایي هــم نه وای

ډېر څه مې نشــته پـه
نصیب کې شــــکایت نه کوم
ارمـان چې یـــو پکې له
تانه جـــدایي هــــم نه
وای

ښه شوه چې مینه یې دارو
کړه د بېـــمار
ژونــــدانه
ددې مـــرض کېـدای شي
بلـه دوایي هــــم نه وای

لکــه ډیــــوه دې
بلــــوم د زړه د کــــور
یــو تاخ کې
زه خو به مړ وم که دا
دومــره رڼایي هم نه وای

ممــتازه مابه په رښتـیا
و خپـــل شـناخـت بایللی
چې سـوداګروکې مې کوروای
سودایي هم نه وای.

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ممتاز اورکزی

ستا تمـــاشه کې
تمــاشـــې ته دبل
چـــاولاړ وم
تمــاشبین لاړل، ته هــم
لاړې، زه تنهاولاړ وم

چې پرکوم لوري به مې مخ
کړوېرېـدم له ځانه
ځانتــــه پر هــــره
یــوه لارلکـــه بـلاولاړ
وم

پرهغه ځای وشوې مودې چې
وارخطا ولاړیم
پرهغــه ځای چې
څولمحـــوته په خطاولاړ
وم

ماندی کـــــړی خــو
زماســـیوري مزل کړیدی
زه یې ټول عمرددېوال
غــوندې په شــاولاړوم

زه څه خـبرومه ممـتازه چې
رښتـیا نه راځي؟
زما هغـه ته غـــاړه
خـــلاصه ده رښتیاولاړ
وم.
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ممتاز اورکزی

دظالــــم ژوند مې دا
کـــــومـه مرحلـــه ده؟
چې دعــا غواړم غـــــوسې
مې وســـیله ده

دا سـتا غم به مې زړه دوه
ځــایه کړي یاره
غر که غر دی،
زلـــزلــــه هم
زلــــزله ده

دا لـــــوحه لــــوستل د
حسن نظـــــر غواړي
ستا په سپین تنـــدي نقطې
نقطې خـــوله ده

پېژندلـــو ته مې څــــه
حــــواله غــــواړې؟
دا چې زه یــم بس
همـــــدا مـې
حــــــواله ده

چې دې زړه او ذهن یو شي
پرې ممــتازه
دا روزګار نـــــدی د
مینـــــې مــــامــــلـه
ده.
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ممتاز اورکزی

لـــویې چې سـینې لکه د
غـــرونوګـــرځوي
هغــه خلک لارې پــــه
ســـرونوګـــرځوي

وایه  کنـه ! ســتا
نصیب کــوي تاســـره څه؟
ما خــو چـونګ دانــو ته
په ملکـــونوګرځوي

بیــا مې محبت تخنــوي
زړه، ذهــن او روح
بیا مــوسیقار ګــوتې په
ســـورونو ګــرځوي

زه خو د ښایست د لېونتوب
هوښیارۍ یووړم
مابه څــــوک په کــومو
زیارتونــوګرځوي

ځه مـمتازه یــو ته نه یې
مـه ګــرځه  غـره
دا تصـــویر بلاخــلک په
زړونــــو ګرځــوي.
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ممتاز اورکزی

یو ریاضـت مې دی په
ټــــولو میــــکدو کې
کـــړی
د یـــــوه نوم ذکــــر
مې تل دی زنګېـــــدو کې
کـړی

دچــــاپېرچــــل
دخامــوشۍ پر انتـــــها
بانــــدې مې
لکه د غوڅ نښتر یوشـــور
دی په لــــوېدو کې کړی

دتا که هرڅــه مطلب وي
خــــو یو ځـــل بیایې
وکړه
په ما د مینې غــــږ 
چــــا ندی په مــــودوکې
کــــړی

زمـا د بې حســـابه
اوښــــکو دی بـــدل، که
سبب؟
تاپه کوم خیال 
دومره شومتوب دی مسېدوکې
کړی

«ممـــتازه»
مــوږ خــو یاري
هــم لکه دســـتور کړېده
د خــولې سلام مـــو دی
یوبل ته تېرېــــدو کې
کړی.