افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
څه خواږه خواږه راګوری واخ ادې
اوس به درومی په بل لوری واخ ادې
دا ناترسه بېوسی نازکې هیلې
چې نیازبین زړګې مې زوری واخ ادې
د خمارچپې او کرب او تنهایی
ویړ اسمان او راڼه ستوری واخ ادې
سره غرمه او مزدوری شاعره طبع
د غوزانو هغه سیوری واخ ادې
د ممتاز په زړه انبار دې د خبرو
او نایاب نایاب دی توری واخ ادې