د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ممتاز اورکزی شعرونه

غزل



دظالــــم ژوند مې دا کـــــومـه مرحلـــه ده؟
چې دعــا غواړم غـــــوسې مې وســـیله ده

دا سـتا غم به مې زړه دوه ځــایه کړي یاره
غر که غر دی، زلـــزلــــه هم زلــــزله ده

دا لـــــوحه لــــوستل د حسن نظـــــر غواړي
ستا په سپین تنـــدي نقطې نقطې خـــوله ده

پېژندلـــو ته مې څــــه حــــواله غــــواړې؟
دا چې زه یــم بس همـــــدا مـې حــــــواله ده

چې دې زړه او ذهن یو شي پرې ممــتازه
دا روزګار نـــــدی د مینـــــې مــــامــــلـه ده.
 

د شاعر نور شعرونه ←