افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
نوے نظر ،زړې څيرې ، رايه بدله زما
له عقيدې تر تجربې، رايه بدله زما
نه مخ درآړومه، نه درنه مخ آړومه
انداز بدل له زمانې، رايه بدله زما
نه مې شته کسيو کښې هيڅ رنګ د زخم زخم احساس
تا خو هم نه کړه آيينې! رايه بدله زما
څۀ زما خپلې مجبورۍ ،څۀ زما خپل حدونه
وي مې اکثر له ارادې ، رايه بدله زما
د قيامتونو شور کښې اودريدم خاموش ممتازه
په باب د دغې هنګامې ، رايه بدله زما