د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ممتاز اورکزی شعرونه

غزل



ستا تمـــاشه کې تمــاشـــې ته دبل چـــاولاړ وم
تمــاشبین لاړل، ته هــم لاړې، زه تنهاولاړ وم

چې پرکوم لوري به مې مخ کړوېرېـدم له ځانه
ځانتــــه پر هــــره یــوه لارلکـــه بـلاولاړ وم

پرهغه ځای وشوې مودې چې وارخطا ولاړیم
پرهغــه ځای چې څولمحـــوته په خطاولاړ وم

ماندی کـــــړی خــو زماســـیوري مزل کړیدی
زه یې ټول عمرددېوال غــوندې په شــاولاړوم

زه څه خـبرومه ممـتازه چې رښتـیا نه راځي؟
زما هغـه ته غـــاړه خـــلاصه ده رښتیاولاړ وم.
 

د شاعر نور شعرونه ←