د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ممتاز اورکزی شعرونه

غزل



لـــویې چې سـینې لکه د غـــرونوګـــرځوي
هغــه خلک لارې پــــه ســـرونوګـــرځوي

وایه  کنـه ! ســتا نصیب کــوي تاســـره څه؟
ما خــو چـونګ دانــو ته په ملکـــونوګرځوي

بیــا مې محبت تخنــوي زړه، ذهــن او روح
بیا مــوسیقار ګــوتې په ســـورونو ګــرځوي

زه خو د ښایست د لېونتوب هوښیارۍ یووړم
مابه څــــوک په کــومو زیارتونــوګرځوي

ځه مـمتازه یــو ته نه یې مـه ګــرځه  غـره
دا تصـــویر بلاخــلک په زړونــــو ګرځــوي.
 

د شاعر نور شعرونه ←