د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ممتاز اورکزی شعرونه

غزل

 هغوي وايي چې ناپ تول دے او حساب دے

خدايه ستا په وړاندې ستا بنده خراب دے؟

هيله راوسته حالاتو تر دې ځايه
بل څۀ دي خو نه چينه ده ، نۀ سراب دے

څۀ ناياب دي د سوالونو مهين کاڼې
څۀ زما په شمول هر ذهن تالاب دے

بل نظر پيدا کومه تا ته ګورم
په دې شته نظر مې شک دے چې حجاب دے

د سپرلي په باب يې څۀ پوښتې ممتازه
بس پګړۍ کښې يې ټومبلے سور ګلاب دے
د شاعر نور شعرونه ←