د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سیدشاه خروټی

د سیدشاه خروټی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

 

له لیـــــــــمو مــــــــــــي تر ګریوانه مزل کړلای

ډیر خوش بخته تر هر چا وای لکه اوښکه

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

14 خپاره شوي شعرونه

اوښکهبشپړ شعر ولولئ

اوښکه

سیدشاه خروټی

 کاشکې پاکه دا دنیا وای لکه اوښکه

له بدرنګو نه صفا وای لکه اوښکه

 

د الفت په میکده کي اوسیدلای

له بیلتون سره پخلاوای لکه اوښکه

 

نور دي  هیڅ نه وای بس رب ته وای محبوبه

تویه شوي په دعا وای لکه اوښکه

 

په لیمو کي دجانان چي مي دېره وای

هم په غم هم په خندا وای لکه اوښکه

 

یا د غاړي لونګین زه د جانان وای

یا ګریوان کي په نڅا وای لکه اوښکه

 

له لیمو مي تر ګریوانه مزل کړلای

ډیر خوش بخته تر هر چا وای لکه اوښکه

 

ما به ولي د سیدشاه مریدي نه کړه؟

که یې کار په انتها وای لکه اوښکه

غنم رنګه جينئبشپړ شعر ولولئ

غنم رنګه جينئ

سیدشاه خروټی

 غنم رنګه جینئ 

كله چي مخي ته مي راشي كومه دنګه جينئ

ماته راياده شي ده كلي غنم رنكه جينئ

 

هغه شیبه دي مازدیګر مي تل په زړه وریږي

چي به روانه شوه ګودر ته ړنګه بنګه جينئ

 

ما یی ده حسن تماشه کړه بی اختیاره شوم

پاس په بلئ باندي ولاړه وه ګلرنګه جينئ

 

شي ورپه زړه د مسافر لالي خواږه یادونه

دیوال ته کیني په سلګو شي لکه ګونګه جينئ

 

نوري ددې انځور ته ګوري خپل سينګار جوړوي

له خپل ښايست نه ناخبره وه ملنګه جينئ

 

چي په يورپ كي نن د حسن ملكه يادیږۍ

زمونږ په كلي كي ترټولو وه بدرنګه جينئ

 

حسن پرست خروټي وایي داسي هم شي کیدای؟ 

جي هم شراب وي,هم مستئ وي ,او هم بنګه جينئ 

اختربشپړ شعر ولولئ

اختر

سیدشاه خروټی

 اختره جلوه ګر شوې په معنا دی نه پوهیږم

غمونو سره راغلې په خندا دي نه پوهیږم

 

ژړا مي ده په برخه ,دا مي برخه ازلي ده

دا ته ولي ژړیزې په ژړا دي نه پوهیږم

 

چي درومې تا سره وي خوشحالي او خنداګاني

دموږ په لور چي راشې په غوغا دي نه پوهیږم

 

دا زما سترګي کمزوري شوې که ته ويران ويجاړ شوې؟

خړپړ راته ښکارېږې په ښکلا دي نه پوهیږم

 

اختره مروره کله موږ په لور هم راشه

په څه به راپخلاشې په رضا دي نه پوهیږم

 

پرهر مي درته ویړ وولو چي ته به یې درمل شې

زخمونه دي ناسور کړل په شفا دي نه پوهیزم

  

خروټی سيدشاه به ننواتي درولمه

 ګناه کړه ور په ګوته په سزا دي نه پوهیږم

ارمانبشپړ شعر ولولئ

ارمان

سیدشاه خروټی

 چي یې  دسترګو په هينداره کي خپل ځان ووينم

لکه الوتی په هوا شم اوم اسمان ووينم

 

جينیۍکږه وږه روانه،شاته ډير راګوري

زه يې په سترګو کي يو شوخ غوندي ارمان ووينم

 

بس ده ساقي زه دي اشنا سترګو خمار خمار کړم

جامونه څه کړم چي د ميو ډک خمان ووينم

 

چي په کتو شم اننګو ته یې اوبه اوبه شم

زلفو مارانو کي مي ځان ډير پريشان ووينم

 

چي مي سينې تا رانږدې شي، سره خؤله په خؤله شو

په دې نيمګړي کي پوره زه خپل ارمان ووينم

 

سيدشاه خروټي، دغه ښکلي دي چا نه خوښيږي؟

شم ډير خوشحاله ،چي نورهم د ځان په شان ووینم

حیرانبشپړ شعر ولولئ

حیران

سیدشاه خروټی


ا
ے ربه په کړه وړه یمه پشتون ته زه حیران

دې بل عیبونه شه وینې نه ګورې خپل ګریوان

 

چې ځان ته غیرتې وائی غیرت ئی ده عیان

په خپله ظلم وکړې بیا کړې ښځه ترې قربان

 

حکمونه دې الله تسلیموې په دواړو سترګو

زکات مه یادوه دې نورو ټولو کړه بیان

 

وبا دې جهالت ئی ننوتې په رګ رګ کې

خبرو ته ئی غوږ شه هم ملا ده هم سائنسدان

 

ملا ظالم ته ګوره چې دخیر په غونډوئ ناست دئ

رواج به دې هندو کړې نوم به ورکړي د اسلام

 

دا څنګه ومنم چې  په اسلام باندې مئېن دئ؟

پیسې چې ورښکاره شې بیا نه دین وی نه ایمان

 

غوږ مه نيسۍ سيدشاه ته چي څه اوتي بوتي وائ

پښتون نه دي قربان شي ټول قومونه د جهان

-لندن

قلنګبشپړ شعر ولولئ

قلنګ

سیدشاه خروټی

 زه نه شراب غواړم نه بنګ غواړمه

بس د جانان د سترګو جنګ غواړمه


په سينه پروت دئ لونګين دې جانان
زه هم هغه لاچي لونګ غواړمه

 
راځئ چې واچو اتڼ ځوانانو
زه هغه ډول او هغه ډنګ غواړمه

 
غروکې ګونګئۍ شوې کوچيانۍ سندرې
هغه شپيلۍ هغه اهنګ غواړمه

 
د نفاق تخم چې کري په موږ کې
د هغو کور اوکلئ ړنګ غواړمه

 
زه هیڅ په نورو ژبو خوښ نه يمه
ښکلي پښتو ښکلائ فرهنګ غواړمه

 
وطن که جوړشي بل ارمان نه لرم
د ليلا سپينه خوله قلنګ غواړمه

 
سيد شاه به ستا دديد ن لارې څاري
څومره که لوړ وي ها کړنګ غواړمه

 

لندن

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سیدشاه خروټی

 په ټول بدن باندي زخمونه هیڅ پرواه نه لري

خو یو د زړه زخم وي داسي چي دوا نه لري

 

ما خو ټول عمر کړولو تیر چي دادنیا جوړوم

په داخبر نه وم چي دا دنيا بقا نه لري

 

کرار شه کينه ای طبیبه ستا دوا کار نکړي

په مونږ راغلي داسي شپه د چي صبا نه لري

 

ما خو پریئښي خله وینه وه د یار لپاره

په زړه زخمی شوم یار مي پریښودم وفا نه لري

 

زه صفتونه د انګلینډ او امریکه اورم ډیر

منم هر څه لري خو ښکلي پکتیکا نه لري

 

دا نصیحت  دي سیدشاه ده ورته غوږ شه ځوانه

داسي انسان دوستي به نکړے چي رښتیا نه لري

بدله دونيابشپړ شعر ولولئ

بدله دونيا

سیدشاه خروټی

هر څه بدل شو داسي ښکاري
شوه دونیا بدله
خلک خو پریږده، ددې ښار
شوله هوا بدله

ستا دیاد وړانګو یو
ناڅاپه راته پیښه وکړه
ځکه وریځ د غریو مي شوله
په مسکابدله

دبدلونونو په بازارکي هر
یو شی بدل شو
دستور خو پریږده راته
کړله یې حیابدله

له دغه نوي زمانې سره هر
څه شو نوي
چارو دژوند کړله زمونږه
تقاضا بدله

نه هغه خال،نه یې پیزوان
نه یې حیاپاتي شوه
پښتنه پیغله داسي نه وه،
کړله چا بدله؟

ورځه سیده نن خوشبخته تر
هر چاځان بوله
دجینئ نه نه شوه بدله په
هاها بدله
 

غنم رنگه جينۍبشپړ شعر ولولئ

غنم رنگه جينۍ

سیدشاه خروټی

كله چې مخې ته مې راشي
كومه دنګه جينۍ
ماته راياده شي د كلي غنم
رنګه جينۍ

هغه شېبه د مازدیګر مې تل
په زړه ووریږي
چي به روانه شوه ګودر ته
ړنګه بنګه جينۍ

ما یی ده حسن تماشه کړه
بی اختیاره شوم
پاس په بلئ باندي ولاړه
وه ګلرنګه جينئ

شي ورپه زړه د مسافر لالي
خواږه یادونه
دیوال ته کیني په سلګو شي
لکه ګونګه جينئ

نوري ددې انځور ته ګوري
خپل سينګار جوړوي
له خپل ښايست نه ناخبره
وه ملنګه جينئ

چي په يورپ كي نن د حسن
ملكه يادیږۍ
زمونږ په كلي كي ترټولو
وه بدرنګه جينئ

حسن پرست خروټي وایي داسي
هم شي کیدای؟
چي هم شراب وي، هم مستي
وي، او هم بنګه جينئ
 

دپښتون ځوان ميډالبشپړ شعر ولولئ

دپښتون ځوان ميډال

سیدشاه خروټی

څوک مي پرون څوک راته نن
یادوي
د بې وسئ ماته پیغور
راکوي
له حقیقت نه سترګي پټي
ساتي
هره خبره یې ډیر زور
راکوي

وایې چي ته څه او نیکه دي
څه وو
په هغو نیم شان ته جهان
اباد وو
یو په دهلي باندي حکومت
کاولو
په بل مشهد او اسفهان
اباد وو

خو دوی خبر نه دي زما له
حاله
څومره بې وسه او بې کوره
یمه
په ژوند مي هیځ خوشئ
لیدلي نه ده
کله چي مړ هم شم بې ګوره
یمه

ټوله نړئ کي هیڅ دوست نه
لرم
نه لارشوونکی راهنما لرمه
هیڅ چامکتب به هڅولی نه
یم
وایه ګیله به زه له چا
لرمه؟

خو ما هم ځان ته یو میډال
ګټلی
نه مي نیکه نه مي بابا
ګټلی
دا مي د خپلو مټو زور
انعام دی
داسي میډال نه ده بل چا
ګټلی

چي به هر چا ورته په سپکه
کتل
خپلو پردو به ډیر زر هیره
کړله
که به یو چا ورنه پوښتنه
وکړه
دغه پوښتنه به یې تیره
کړله

خو ما راواخسته راخپله مي
کړه
دې ته مي نوم او خپل نشان
ورکړی
وله ګونګئ په ږغیدا مي
کړله
خوږې پښتو ته مي خپل شان
ورکړی