افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
اوښکه
کاشکې پاکه دا دنیا وای لکه اوښکه
له بدرنګو نه صفا وای لکه اوښکه
د الفت په میکده کي اوسیدلای
له بیلتون سره پخلاوای لکه اوښکه
نور دي هیڅ نه وای بس رب ته وای محبوبه
تویه شوي په دعا وای لکه اوښکه
په لیمو کي دجانان چي مي دېره وای
هم په غم هم په خندا وای لکه اوښکه
یا د غاړي لونګین زه د جانان وای
یا ګریوان کي په نڅا وای لکه اوښکه
له لیمو مي تر ګریوانه مزل کړلای
ډیر خوش بخته تر هر چا وای لکه اوښکه
ما به ولي د سیدشاه مریدي نه کړه؟
که یې کار په انتها وای لکه اوښکه