د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي سیدشاه خروټی شعرونه

بدله دونيا



هر څه بدل شو داسي ښکاري شوه دونیا بدله
خلک خو پریږده، ددې ښار شوله هوا بدله

ستا دیاد وړانګو یو ناڅاپه راته پیښه وکړه
ځکه وریځ د غریو مي شوله په مسکابدله

دبدلونونو په بازارکي هر یو شی بدل شو
دستور خو پریږده راته کړله یې حیابدله

له دغه نوي زمانې سره هر څه شو نوي
چارو دژوند کړله زمونږه تقاضا بدله

نه هغه خال،نه یې پیزوان نه یې حیاپاتي شوه
پښتنه پیغله داسي نه وه، کړله چا بدله؟

ورځه سیده نن خوشبخته تر هر چاځان بوله
دجینئ نه نه شوه بدله په هاها بدله
 

د شاعر نور شعرونه ←